نژدې ۳۵۰۰۰ کسانو د دري یا فارسي د نوم په اړه د امریکا غږ د فیسبوک او ټویټر په نظر پوښتنې کې رایې ورکړې.
امریکا غږ اشنا تېره اونۍ په یوې نظر پوښتنې کې له خپلو لوستونکو وغوښتل چې د "دري یا فارسي" د نوم په اړه رایه ورکړي.
دا غیر علمي نظر پوښتنه د امریکا غږ په دري او پښتو ویپاڼو، فیسبوک او ټویټر کې خپره شوه. سره له دې چې د افغانستان اساسي قانون دري د دغه هېواد رسمي ژبه پېژندلې، خو د امریکا غږ په نظر پوښتنې کې ډېرو مینوالو فارسي انتخاب کړې ده.
د امریکا غږ په دري ویپاڼې کې د زرګونو برخوالو له ډلې یې ۷۶ فیصده فارسي، ۲۱ دري او درې په سلو کې (دري او فارسي) انتخاب کړي دي. خو په ټویټر کې چې په افغانستان کې یې ډېر کاروونکي خبریالان، مدني فعالان او حکومتي چارواکي دي، د نظر پوښتنې نتیجه بل ډول وه.
په ټویټر کې د سلګونو برخوالو له ډلې ۴۱ فیصده دري، ۴۷ فارسي او ۱۲ فیصده نورو یې بیا (دري او فارسي) انتخاب کړي دي. د امریکا غږ په پښتو ټویټر کې بیا ۵۲ فیصده دري، ۴۳ فیصده فارسي او پنځه فیصده (دري او فارسي) انتخاب شوي دي.
په عمومي ډول ۳۵۰۰۰ کسانو چې د امریکا غږ پښتو او دري ویپاڼې او ټولنیزې رسنۍ ګوري او لولي، په دغې نظر پوښتنې کې برخه اخیستې ده. همدغه راز شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو پر دغې نظر پوښتنې تبصرې کړي دي.
دا نتایج د نومبر تر ۲۰ پورې دي او شاید وروسته بدل شي. که تاسو هم غواړئ چې په دغې نظر پوښتنې کې رایه ورکړئ، لاندې لینګ کېکاږئ او برخه واخلئ.
په دغې نظر پوښتنې کې د افغانستان، ایران، پاکستان او نړۍ له بېلابېلو برخو څخه خلکو ګډون کړی دی. دا یوه غیر علمي نظر پوښتنه ده او د امریکا غږ نظر نه څرګندوي. په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیونه خلک انټرنټ کاروي او دا نظر پوښتنه د ټولو افغانانو نظر هم نشي څرګندولی.