اروپا ته د انسانانو د قاچاق په تور یوه ډله نیول شوې

په چک کې نیول شویو ۱۴ کسانو باندې تور دی چې له ترکیې څخه یې اروپايي هېوادونو ته په زرګونو کسان قاچاق کړي.

د چک پولیسو د سه شنبې په ورځ می ۲۱ (غبرګولي ۱) وویل چې ۱۴ کسان یې له ترکیې څخه اروپايي هېوادونو ته د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي.

پر دغې ډلې تور دی چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې یې چک او د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان په قاچاقي ډول انتقال کړي دي.

د چک د پولیسو په وبسایټ کې د سازمان شویو جرمونو د ادارې ویاند یرسلاو ایبه وویل، ۱۴ نیول شوي کسان ټول په توقیف کې دي، او ښايي هر یو یې تر ۱۶ کلونو پورې په بند محکوم شي.

هغه زیاته کړه، پولیس اټکل کوي چې دغې ډلې له دې لارې لږ تر لږه دوه میلیون یورو (۲.۲ میلیونه ډالر) ګټلي دي.

ایبه وویل پوليسو هغه کور ضبط کړی چې دا کسان په کې اوسېدل او شاوخوا ۴۰ زره ډالر نغدې پیسې او دوه موټر یې ورڅخه نیولي دي.

دا مطلب هم ولولئ د انساني قاچاقو په اړه د امریکا کلنی راپور؛ افغانستان د بدو هېوادونو په کتار کې دی

له دې یو کال وړاندې، د یونان مقاماتو وویل چې پنځه هغه سرحدي پولیس یې څارنوالۍ ته معرفي کړي چې له ترکیې څخه یونان ته د انسانانو په قاچاق کولو تورن دي.

په دې وروستیو کلونو کې له افغانستان، پاکستان او سوریې څخه زرګونه کډوال د ښه ژوند په هدف لویدیځې اروپا ته داخل شوي دي.

خو په سمندر کې د پولیسو د ګزمو له کبله پناه غوښتونکو ته سخته شوې ده چې په اسانه د اژه بحیرې څخه یونان ته داخل شي، اوس یې اکثریت د ایفرو سمندر په لار یونان ته د تللو هوډ کوي.

یونان تصمیم نیولی دی چې د دغه سمندر په څنډو کې د پنځو مترو په ارتفاع ۱۰۰ کیلومتره اوسپنیز دیوال ورغوي. ټاکل شوې ده چې دا پروژه تر ۲۰۲۶ پورې بشپړ شي.