پوهنې وزارت بل کال ته د ښځینه ښوونکو شمیر ۴۴ فیصدو ته لوړوي

اوس په افغانستان کې د ښوونکو ۳۳ فیصده یې ښځینه ښوونکې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې اوس په افغانستان کې د ۱۷۰ زره ښوونکو ۳۳ فیصده یې ښځینه ښوونکې دي.

د پوهنې وزیر محمد حنیف بلخي وايي چې بل کال ته به د ښځو د وړتیا د زیاتیدلو د پروام له لارې تر دیرش زرو پورې نورې ښوونکې په ۳۴ ولایتونو کې په ښوونځیو کې په کار وګماري.

ښاغلی بلخي وايي "ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت راتلوونکي کال ته دیرش زره ښځینه ښوونکې وګماري، ترڅو د ښځینه ښوونکو شمیر له ۳۳ فیصدو څخه ۴۴ فیصدو ته زیات شي، دا دیرش زره ښځینه ښوونکې به د ښځو د وړتیاوو د زیاتیدو د پروګرام له لارې چې سږکال د دغه پروګرام په ترڅ کې مونږ درې زره ښځینه ښوونکې وګمارلې چې د دیرش زره نورو ګمارلو سره به د پوهنې په ډګر کې دښځو ونډه ریاته شي".

اوس په افغانستان کې ۱۷۰۰۰۰ ښوونکي په نیږدې دولس زره ښوونځیو کې اوو میلیونو زده کوونکو ته درس ورکوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په افغانستان کې د ټولو زده کوونکو ۳۷ فیصده یې انجونې دي.

د پوهنې وزارت د شمیرنو له مخې اوس په افغانستان کې د ښوونکو د روزنې ۴۲ مرکزونه فعالیت کوي چې په هر ولایت کې لږ تر لږه یو مرکز د نارینه او ښځینه لیلیو په درلودلو سره شتون لري.

په دغو مرکزونو کې۴۲۰۰۰ تنه زده كوونكي چې ۳۸ فیصده يې ښځې دي، په زده کړو بوخت دي.