اندونیزیايۍ کروندګره تمساح خوړلې

Thailand Crocodiles

په انډونیزیا کې پولیس وايي یوې تمساح ددغه هېواد په مرکزي برخه کې پر یوې کروندګرې ښځې برید کړی او هغه یې وژلې ده.

د اندونیزیا پولیسو د پنجشنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵) وویل چې د خرما د یوې کروندې ددغې کارکوونکې ښځې د بدن ټوټې یې د تمساح په منګولو کې موندلي دي.

دغه ۴۴ کلنه ښځه د بورنیو ټاپو په لویدیځ کالیمنتان ولایت کې له خپل همکار سره په کار بوخته وه چې یو تمساح د دواړو په لور منډه کړه ، د هغې په چپ لاس یې خوله ولګوله او یوې کندې ته یې راکاږله.

د ښځې همکار هڅه وکړه چې د تمساح له خولې څخه هغه راکاږي خو ونه توانېد او وروسته یې د کیټاپنګ د ساحلي ښارګوټي پولیسو ته زنګ وواهه.

د پولیسو مشر ټرای باسکورو د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې "له ۹۰ دقیقو لټون وروسته د ښځې مړی وموندل شو."

هغه وویل چې د قربانۍ مړی د پیښې ځای ته څېرمه د تمساح په منګولو کې پاتې و. هغه زیاته کړه چې د ژغورونکو له رارسېدو وروسته تمساح د هغې مړی پرېښود.

د اندونیزیا، برونای او مالیزیا ترمنځ د بورنیو په ځنګلي ټاپو کې کمیابه حیوانات ژوند کوي.

پولیسو او عیني شاهدانو د اګست په میاشت کې وویل چې یوې ښځې ددغه هېواد په ختیځ کې د مالوکو ټاپوګانو په یو سیند کې لامبل چې تمساح ورباندې برید وکړ او ویې خوړله.

په ۲۰۱۸ کې د اندونیزیا په پاپوا ټاپو کې د تمساح لخوا د یو سړي له خوړل کېدو وروسته، قهریدلو ځايي خلکو شاوخوا ۳۰۰ تمساحګانې ووژلې.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژآنس معلومات کارول شوي.