د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام کې افغانستان هند ته لوبه وبایلله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې له هند څخه لوبه وبایلله.

د کرکټ د ۱۹ کلنو د اسیا جام په سیالیو کې د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) د افغانستان لوبډلې له هند څخه د اوو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې افغانستان لومړۍ توپ وهنه وکړه، او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابل لوري ته د ۱۷۳ نسبتا ټیټ هدف وټاکه.

د افغانستان دپاره جمشید ځدران ترټولو زیاتې ۴۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې دغه هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۷ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

ددې جام په بله لوبه کې د جمعې په ورځ، پاکستان له نیپال څخه د اوو ویکټو په توپیر لوبه وګټله.

په متحدو عربو اماراتو کې په دغو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري.

د افغانستان راتلونکې لوبه د یکشنبې په ورځ له نیپال سره ده او د سه شنبې په ورځ (دسمبر ۱۲) له پاکستان سره مخامخ کیږي.