د المپیک نړیوالې کمیټې په دغو لوبو کې د کرکټ د شاملولو پریکړه وکړه

د المپیک نړیوالې کمیټې رئیس تامس باچ د هند په ممبۍ کې د کرکټ لوبه کوي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک لوبو کې کرکټ اضافه کړي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبې د متحده ایالاتو په لاس انجلس ښار کې تر سره شي.

د المپیک نړیوالې کمیټې رئیس تامس باچ د هند په ممبۍ کې د دغې کمیټې د اجرائیوي بورډ د غونډې د دویمې ورځې په پای کې وویل، چارواکو په لاس انجلس کې د المپیک د تنظیموونکو هغه وړاندیز تائید کړ چې په دغو لوبو کې ۲۰ اوریز کرکټ هم شامل شي.

د کرکټ تر څنګ څلور نورې لوبې هم تائید شوي چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې اضافه شي. په دغو لوبو کې بیسبال/سافټبال، د بیرغ فوټبال (د امریکايي فوټبال داسې بڼه چې لوبغاړي له یو بل سره مستقیم تماس نه نیسي)، سکواش او لاکروس شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیوالې شورا د اجرائیوي کمیټې غړي د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې ددغو لوبو د اضافه کولو د پریکړې د نهايي کولو دپاره رایه اچونه وکړي.