افغانستان کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۱۲۲۶ ته ورسېدې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وزارت په اړوندو لابراتوارونو کې د کروناویروس ۱۶۳ مشکوکې نمونې معاینه کړي چې ۵۰ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه (غوايي څلورمه) د چین د مرستو د ترلاسه کولو په مراسمو کې وویل، چې په نویو مثبتو پېښو کې تر ټولو زیاتې ۲۱ پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي.

د هغه پر وینا ۱۵ په کندز، شپږ په کابل، څلور په لوګر، دوه په پنجشیر او دوه نورې په تخار او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

ښاغلي فیروز وویل: "۱۲۲۶ مثبت کیسونه موجود دي... شاوخوا ۱۷۷ تنه په بشپړ ډول روغ شوي او خپلو کورونو ته تللي، په خواشینۍ سره په دې موده کې موږ د مړینې ۴۰ کیسیونه هم درلودل".

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس له امله څوک مړه شوي نه دي او په هرات کې لس تنه له دغې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا تر اوسه یوازې په نورستان ولایت کې د کروناویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او په نورو ټولو ولایتونو کې دا ویروس خپور شوی دی.

په عین وخت کې د مزارشریف د کروناویروس د درملنې د مرکز یو مسول ډاکټر فهیم شریف‌یار وايي چې د نهو شمالي او شمال‌ختیځو ولایتونو لپاره د کویډ ۱۹ د تشخیص ۵۵۰ کیټونه بلخ ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې د بلخ ولایت روغتیايي چارواکو ویلي وو چې د کویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیصي کیټونو د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د مشکوکو پېښو د معاینې بهیر درول شوی دی.

د افغان حکومت طرحه

د افغانستان حکومت د کروناویروس کړکېچ د مدیریت لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده چې د ارګ د اعلامیې په اساس جمهور رئیس غني د یو ویډیو کنفرانس له لارې دا طرحه په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او مرستندویو بنسټونو سره شریکه کړې ده.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د حکومت له ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه په استفادې خلکو ته د خدماتو وړاندې کول د دغې طرحې د جوړولو هدف بللی دی.

په دې طرح کې له حکومت څخه د خلکو پنځو عمده غوښتنو ته پاملرنه شوې ده او د کروناویروس له امله په رامنځ ته شویو حالاتو کې له اقتصادي او بشري پلوه د هغوی د خوندیتوب، د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي او په دې برخه کې د بهرنیو مرستو انسجام ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

ارګ ویلي چې په کابل کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو له دغې طرحې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي چې له کروناویروس سره د مبارزې لپاره به له افغانستان سره مالي او تخنیکي برخو کې مرستې وکړي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس د پنجشنبې تر ورځې د اپریل ۲۳مه (غوايي څلورمه) د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته رسېدلی دی او تر اوسه څه باندې ۱۸۳زره تنه یې مړه کړي او له دوه میلیونو او ۶۳۰زرو څخه زیات کسان ورباندې اخته شوي دي.