د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱ تن ورڅخه مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای۲۸(زمري۷) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۱۶مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۵ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۳۶۸ تنه ورسېد.
له یادو پېښو څخه ۳۷ په کابل، ۳۹ هرات،۸ بلخ،۳ تخار،۱ بغلان،۱۲بادغیس،۱ لوګر او ۴ په بدخشان ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱ تن مړ شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۷۰ تنو ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۰ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۵۳۵۸ته پورته شوو.
د کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن سې شنبې تر ورځې جولای ۲۸مه (زمري ۷) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۵۴۱۰۳تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.