کرونا ویروس؛ افغان حکومت په بې وزلو د غنمو وېشل پیل کړل

افغان حکومت وايي دوی بې وزله کورنۍ معلومې کړي او بیا ورسره مرسته کوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف د ګرځبندیز رامنځته کېدو له امله یې په کابل ښار کې پر۲۰۰زره بېوزلو کورنیو باندې د غنمو وېشلو لړۍ پیل کړه.

دغه وزارت نن شنبه اپرېل څلورمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ولسمشر غني د حکم په اساس ۱۰۰۰۰ ټنه خوراکي غنم د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې په واک کې ورکړل شوي چې تېره ورځ یې د وېشلو لړۍ پیل شوه.

بیان وايي چې دغه غنم د کرنې وزارت له زېرمو څخه د ولسمشر غني د فرمان پر اساس وېشل کیږي.

په اعلامیه کې د کابل د کرنې او مالدارۍ د رئیس عمر جان منګل له قوله ویل شوي: "د کرنې وزارت له مرکزي سیلو څخه د ۵۰۰ ټنه غنمو په وېش سره د کابل ښار له شپږم، ۱۵، ۱۸ او ۲۰ ناحیې څخه پیل شو او تر راتلونکو څو وروځو پورې به د کابل په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې پر ۲۰۰زره بېوزلو کورنیو، ۱۰زره ټنه غنم ووېشل شي."

اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې ټاکل شوې د کرنې وزارت له زېرمو څخه هم ډېر ژر ۴۰۰ټنه دال‌نخود په کابل کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې کب میاشتې پر ۲۷مه په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف د ګرځ بندیز رامنځته کېدو له امله پر اړینو کورنیو د ۲۴زره ټنه غنمو د وېشلو اعلان وکړ.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې تر نن شنبې پورې د کرونا ۲۹۹ مثبتې پېښ ثبت شوي، ۷ تنه ورڅخه مړه شوي او ۱۲ تنه ورڅخه روغ شوي دي.

افغان حکومت د کرونا ویروس پراخېدو سره ګڼې دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکرزونه رخصت کړل او بازارونه یې هم په قسمي ډول وتړل.

د یادو ویروس له پراخېدو سره د پاکستان ترڅنګ یو شمېر نورو هیوادونو هم خپلې ترانزیټي لارې له افغانستان سره وتړلې چې په دې سره په خلکو کې د خوراکي موادو د بیو لوړېدو او کمېدو اندېښنې پیدا شوې.

خو ولسمشر غني د کب پر ۲۷مه وویل چې خلک دي په اوازو باور نه کوي او هم یې د مارکېټونو د ثبات ډاډ ورکړ. خو د دې سره سره په کابل ښار کې د ځینو خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.