کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۶۸تنه مړه ۲۳۳۵ پرې اخته دي

تر دا مهاله ۳۱۰ تنه بیرته روغ شوي دي

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ۱۶۴ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار نن جمعه مې لومړۍ(غويي۱۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۳۳۵ ته ورسېد.

ښاغلي مایار وویل چې د یادو کسانو له ډلې څخه۴۵ تنه په کندهار،۴۴ په کابل، ۲۴ هرات، ۱۳ بغلان، ۶ ننګرهار، ۶ جوزجان، ۵ کاپیسا، ۴بامیان، ۴بادغیس، ۴بلخ، ۳ سمنګان، ۳ لغمان، ۲ میدان وردګ او یو ـ یو تن په پروان او نورستان کې په کرونا ویروس اخته شوی دی.

په نورستان کې د مثبتې پېښې په ثبتېدو سره کرونا ویروس د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځېدی.

نوموړي زیاته کړه چې کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی چې خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

ښاغلي مایار وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ویروس ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۶۸ تنو ته ورسېد.

هغه وویل چې د دې ترڅنګ ۵۰ تنه بیرته له یادې ناروغۍ څخه جوړ شوی چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۳۱۰ تنو ته لوړ شو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د جمعې تر ماسپښین مې لومړۍ (غويي۱۲)پورې ۲۳۳۵۶۰ کسان مړه کړي او تر درې میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷هېوادونو کې خپور شوی دی.