امریکایي وکیلان: د افغانستان د جګړې د ختمولو لار خبرې دي

امرکایي وکیلانو د امریکا له حکومت نه غوښتي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې حل کړي

د امریکا د کانګرس یو شمیر وکیلان افغانستان ته د نورو امریکایي قواو له استلو سره مخالفت کړی دی.

د امریکا د کانګرس څلورو غړو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس ته د یو لیک په استولو سره په افغانستان کې ددې هیواد د پوځیانو په شتون سخته اندیښنه ښودلې ده.

روبن ګالګو، تد لیو، جان کانرز او جیمي پنیتا چې ټول د کانګرس دموکرات غړي دي د افغانستان په هکله د دونالد ټرمپ د حکومت د ستراتیژۍ په جوړولو او اعلان کې په اوږد ځنډ انتقادونه کړي دي.

دغو کانګرمینانو ویلي دي هغوی شک لري چې افغانستان ته د څو نورو زرو امریکايي سرتیرو استول به وکړای شي د امریکا د متحده ایالاتو هدفونه ترلاسه کړي.

د امریکا په کانګرس کې د اریزونا ایالت وکیل روبن ګالګو ویلي دي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ادارې شاوخوا شپږ میاشتې کیړي، خو ښاغلی ټرمپ او مشاورین یې تر اوسه نه دي توانیدلي چې د افغانستان په هکله په ستراتیژۍ سره توافق وکړي. د ښاغلي ګالګو په وینا دا ډول وضعیت "د منلو وړ" نه دی.

د کالیفورنیا له ایالت نه د کانګرس غړي تد لیو هم ویلي دي هر کله چې د امریکا متحده ایالات نور ځواکونه افغانستان ته واستوي ددې ډول اقدام سیاسي اهداف باید په څرګنده تعریف شي.

ښاغلي لیو وویل "د امریکا خلک د یو واضح پلان او بریالۍ ستراتیژۍ وړ دي ـ نه د سیاسي مجادلې او نامناسبې او متناقضې رهبرۍ".

د کانګرس د غړو څرګندونې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په هکله د هغوی اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره افغانستان ته د نورو قواو د استولو په ارزونه بوخته ده.

له دمخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په نهمه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن د امریکا د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې وویل چې د افغانستان جګړه په بن بست کې ده او ددې وضعیت نه د وتلو لپاره اړتیا ده چې څو زره نور امریکایي سرتیري افغانستان ته واستول شي.

د کانګرس دغو څلورو غړو همداشان په خپل لیک کې ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې چې امریکایي مقاماتو وړاندې کړي په ۲۰۱۸ کې د افغانستان اوضاع کیدای شي خرابه شي. په دې خاطر هغوی د امریکا د متحده ایالاتو له حکومت نه غوښتي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې حل کړي، ځکه د هغوی په باور په افغانستان کې "د مذاکراتو له لارې سیاسي حل لاره د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره تر ټولو ښه انتخاب" دی.