د چین د شراب جوړولو یو مشهور شرکت د پاکستان په بلوچستان کې د الکولي مشروباتو د تولید بهیر پیل کړ.
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې د Hui Coastal Brewery and Distillery Limited شرکت په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې د بیر او شرابو د جوړولو جواز ترلاسه کړی و.
دغه چینایي شرکت د شرابو د فایریکې د جوړولو د کار له بشپړیدو وروسته تیر کال د اپریل په ۳۰ په رسمي توګه په پاکستان کې راجستر شو.
پاکستاني مقاماتو ویلي چې ددغه شرکت تولید شوي مشروبات به هغو چینایانو ته وړاندې شي چې پدغه هیواد کې په کار بوخت دي.
دا لومړی ځل ندی چې په پاکستان کې د الکولي مشروباتو شرکت کار پیل کوي.
مري بریوري، د الکولي او غیر الکولي مشروباتو یو مشهور شرکت دی چې د ۱۸۶۰ کال راهیسې د پاکستان په پنجاب ایالت کې فعالیت کوي.
دغه شرکت د ویسکي او ودکا په څیر مشهور شراب تولیدوي.