چین له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات اعلان کړل

په سمندر کې د چین او روسیې ګډ پوځي تمرینات (عکس: ارشیف)

په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د مشرانو لخوا د مسکو او بیجینګ د پیاوړو اړیکو له کبله د مخ په زیاتېدونکي ګواښ له خبرداري وروسته، چین د جمعې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) وویل چې له روسیې سره په جنوبي ساحل کې ګډ پوځي تمرینات کوي.

د چین د دفاع وزارت ویلي چې د دواړو هېوادونو پوځونو د جولای په لومړیو کې د "ګډ سمندر - ۲۰۲۴" په نوم تمرینات پیل کړي او د دې میاشتې تر نیمایي پورې به دوام وکړي.

وزارت وویل چې د جنوبي ګوانګ دونګ ولایت د ژانجیانګ ښار په شاوخوا کې په اوبو او فضا کې تمرینونه "د سمندري امنیت ګواښونو سره په ګډه د مبارزې او د نړیوالې او سیمه ایزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره د دواړو خواوو هوډ او وړتیاوې څرګندوي."

وزارت زياته کړې چې دغه تمرينونه به "د نوي عصر لپاره د چين او روسيې هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ لا همغږي او پياوړي کړي."

د وزارت په وینا، دا تمرینات د نظامي ښکیلتیا لپاره د بیجینګ او مسکو د کلني پلان سره سم ترسره کیږي.

ددې تمریناتو سره په یو وخت کې، په همدې اونۍ کې د ناټو مشرانو په واشنګټن کې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د ملاتړ د بیا تائید لپاره غونډه وکړه.

دا مطلب هم ولولئ ناټو په دغه سازمان کې د اوکراین د غړیتوب مسیر 'نه په شا کیدونکی' وباله

چین او روسیه په وروستیو کلونو کې سره نږدې شوي، خپله ملګرتیا "بې حده" بولي او دواړه له ناټو سره له دښمنۍ ډکې اړیکې پالي.

د ناټو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې چین په اوکراین باندې د مسکو د یرغل "پریکنده ملاتړ کوونکی" او دا کار لامل شوی چې بیجینګ ناټو ته د "جنجال رامنځته کولو" پروړاندې خبرداری ورکړي.

چین ټینګار کوي چې د اوکراین په شخړه کې طرف ندی واقع شوی، خو د لوېدیځو مشرانو له خوا ورباندې له روسیې سره د ملکي او پوځي توکو د سوداګرۍ په شمول د مسکو د سیاسي او اقتصادي ملاتړ له امله نیوکه شوې ده.

چینايي ځواکونه په دې اونۍ کې د ناټو په ختیځه پوله کې د روسیې له بل متحد بیلاروس سره هم تمرینات کوي.

او جاپان د جمعې په ورځ وویل چې خپلې خاورې ته نږدې د چین او روسیې ګډ فعالیتونه "د ملي امنیت له نظره جدي اندیښنه" ګڼي.