چین د تایوان په شاوخوا کې تنبیهي پوځي تمرینات پیل کړل

چین د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (جوزا درېیمه) د تایوان د خودمختاره ټاپو په شاوخوا کې دوه ورځني پوځي تمرینات پیل کړل او وايي چې د «قوي مجازاتو» دا اقدام یې د تایوان د «بیتلون غوښتونکو اعمالو» له کبله کړی دی.

چین د تایوان د ولسمشر لای چنګ تی د وفادارۍ له لوړې وروسته دا پوځي تمرینونه پیل کړي. د تایوان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې وینا هم وکړه چې چین دا وینا د «د استقلال د اعتراف» په توګه غندلې ده.

چین د تایوان د مالکیت ادعا لري او ژمنه یې کړې چې تر خپل کنترول لاندې به یې راولي او که ضرورت شو له زور څخه به هم کار واخلي.

د پنجشنبې او جمعې د ورځو په دغو پوځي تمرینونو کې به د چین هوايي او سمندري ځواکونه برخه اخلي.

د چین د دې اقدام په ځواب کې تایوان اعلان کړی چې د «ازادۍ دفاع» لپاره یې خپل سرتیري استولي دي. د تایوان د ملي دفاع وزارت ویلي چې دا ډول«غیر منطقي پارونکي اعمال» او هغه کړنې چې د سیمې سوله او ثبات کمزوري کوي، په کلکه غندي.

دغه وزارت ویلي دي چې هوایي، سمندري او پیاده ځواکونه یې ګمارل شوي چې د تایوان د «ازادۍ، دموکراسۍ او حاکمیت» دفاع وکړي.

چین خبرداری ورکړی چې د تایوان د ولسمشر د هغه وینا په غبرګون کې به، چې په کې یې په تایوان کې د «دموکراسۍ د نوي او عالي دور» خبره کړې، غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم خبرداری ورکړی چې «د تایوان بېلتون غوښتونکي به د تاریخ د شرم په ستنې باندې ټک ووهل شي».

چین د تایوان نوی ولسمشر یو «خطرناک بېلتون غوښتونکی" بللی و او ویلي وو چې هغه به دغه ټاپو ته «جنګ اوزول» راوي.