د چین جنوب کې یو مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې؛ ۱۳۳ تنه په کې سپاره وو

عکس(ارشیف)

د راپورونو له مخې د چین په جنوب کې د دغه هیواد یوه مسافر وړونکې ۷۳۷ بوینګ الوتکه لوېدلې ده.

رویټریز خبري آژانس د چین دولتي رسنیو په حواله ویلي د چین د ختیځ هوايي شرکت دغه الوتکه چې ۱۳۳ مسافر پکې سپاروه نن دوشنبه مارچ ۲۱ (وري لومړۍ) د ددغه هیواد د ګوانګشي ایالت په غرنۍ سیمه کې لوېدلې ده.

د چین دولتي رسنۍ (CCTV) د چینايي چارواکو له قوله ویلي چې د پېښې ځای ته ژغورونکي ډلې رسېدلي، خو سمدستي په دغه پېښه کې د مرګ ژوبله راپور نه دی ورکړل شوی.

تر دا مهاله د دغه ۸۰۰-۷۳۷ بوینګ الوتکې د لوېدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.