د سایبري امنیت کارپوهان: له چین څخه ترسره کېدونکي سایبري بریدونه زیات او پېچلي شویدي

د امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو حکومتونه وايي چې چین د یوه لوی انترنتي برید یا هک ترشا دی او په دغه برید کې یې د ډیرو ادارو، ایمیلیونه او معلومات غلاکړیدي.

کارپوهان وايي په ستراتيژیکو هدفونو باندې د چین له خوا دغه ډول بریدونه په وروستیو کلونو کې زیات شویدي.

د جنورۍ د میاشتې په یوه ماښام د ولیکسیټي د سایبرسیکیوریټي‌ شرکت چې تل د خپلو مشتریانو په شبکو باندې په غیر معمولو شیانو پسې ګرځي، یوه ستونزه کشف کړه. د دغه شرکت په مشتریانو کې حکومتي ادارې، د دفاعي چارو صنعت او مالي ادارې شاملې دي.

د ولیکسیټي شرکت رئیس ستیون اډیر په دې هکله وویل:"مونږ ولیدل چې د یوه مشتري له شبکې څخه مو زیات شمیر ډیټا یا معلومات ویستل کېدل. په دې وخت کې پوه شولو چې خبره ورانه ده."

په دغه کشف کې معلومه شوه چې د مایکروسافټ ایکسچنج (Microsoft Exchange) د ایمیلونو د سرور (Server) له یوې نامعلومې نقیصې څخه په ګټې اخیستو هکرانو ایمیلونه غلاکول. حکومتونه او هغه خصوصي ادارې چې د ایمیل ډیر شمیر کارونکي لري، د ایمیلونو دغه سرور کاروي.

د ولسمشر جوبایډن ادارې او متحدینویې وویل چې دغه برید د چین له ملاتړڅخه برخمنو هکرانو کړی و.

خو چین د مایکروسافت له هک کولو سره هر ډول تړاو رد کړی او د ګلوبل ټایمز په نامه چینايي دولتي ورځپاڼې امریکا په چین باندې د سایبري برید له امله پړه وبلله.

د ولیکسیټي د شرکت مسئول ستیون اډیر د مایکروسافټ ایکسچنج په هک کې په ځینې کوډونو کې کارول شوې ژبه ته په اشارې سره وايي چې دغه کار چین کړی.

هغه وویل: "دا برید یو خالص سایبري استخباراتي برید و چې هدف یې معلوماتو او ایمیلونو ته لاسرسی پیداکول و. داچې دوی له دې لارې د څه ترلاسه کول، غوښتل مونږ نه پوهیږو."

که څه هم په امریکا کې تر ټولو ډیر لوی سایبري بریدونه له روسیې څخه ترسره شوي، د سایبری امنیت شرکتونه وايي په تیرو دوه کلونو کې چین هم په اسیا او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ټولنیزو، اقتصادي، او سیاسي معلوماتو د راټولولو لپاره، سایبري بریدونه کوي.

د چین له ولسمشر سره په خپلې وروستۍ مجازۍ لیدنه کې ولسمشر بایډن په دې هم بحث وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سایبري شخړې څنګه کمې کړي.

د سایبري امنیت د پالیسۍ کارپوهه جوزیفین ولف وايي چین هیڅ کله هم د استخباراتي معلوماتو له راټولولو لاس نه دی اخیستی.

هغې زیاته کړه:" زه فکر کوم خلک اوس په دې پوهیږي چې د چین استخباراتي هڅې هیڅکله درلېدلي نه وې، او د پرمختللې ټکنالوژۍ په کارولو سره نورې پیچلې شوي هم دي."

که څه هم مایکروسافټ ایکسچنج هغه نقیصه چې د دغه سرور هک کولو ته یې لاره پرانیسته اوس ترمیم کړیده.

خو د نړۍ له بیلابیلو برخو هکرانو وکولی شول چې په بیلابیلو هدفونو باندې له توپیر پرته بریدونه وکړي.

ښاغلي اډیروايي په دغه برید کې لوی او کوچني شرکتونه او ادارې په نښه شوې وې، هغه زیاته کړه: "د دفاعي قراردادي موسسو په شان د ډیرو لویو ادارو او شرکتونو او د مړو د تکفین او تدفین د ادارو او ښوونځیو په ګډون کوچنۍ ادارې په دغه برید کې په نښه شوې وې. زه نشم ویلي چې دا یو ډیر بد او یا ډیر ښه هک و، خو ویلی شم چې یو ډیر لوی هک و."

ولسمشر بایډن په دې وروستیو کې د زیربناوو د جوړولو په هکله د دواړو ګوندونو په اتفاق یو قانون لاسلیک کړ چې نږدې دوه میلیارده ډالر یې د سایبري امنیت برخې ته ځانګړې شويدي.