د اسټرالیایي عسکر او افغان ماشوم انځور ښایي جعلي حسابونو شریک کړی وي

د افغان ماشوم او اسټرالیا د عسکر دا انځور د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ټویټر کې خپور کړی و.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان تیره اوونۍ په ټویټر کې د یو افغان ماشوم انځور خپور کړ چې خپل وړوکی اوری یې په غیږ کې پداسې حال کې نیولی چي شا ته یې د اسټرالیا یو عسکر چاړه په لاس ولاړ دی.

دا انځور په کمپیوټري مهارت جوړ شوی او داسې پکې ښودل کیږي چې ګواکې د اسټرالیا دا عسکر افغان ماشوم په چاړه حلالوي. په انځور په انګریزي ژبه لیکل شوي و، " مه ډاریږه. مونږ دلته راغلي یو چې تاسو ته سوله راولو".

د افغان ماشوم او د اسټرالیا د عسکر دا عکس په ټولنیز رسنیو او په ځانګړي ډول په ټویټر کې ډیر لاس په لاس شو.

خو د اسټرالیا د سایبري امنیت یوې کمپنۍ په تحقیقاتو کې معلومه کړې چې اکثریت حسابونه چې دغه انځور یې خپور کړی، ښایي جعلي وي.

د سیابرا په نامه د اسرائیل د سایبري امنیت شرکت ویلي چې ۱۳۴۴ حسابونه یې څیړلي او په څیړنو کې معلومه شوې وه چې اکثریت دا حسابونه د نومبر په میاشت کې جوړ شوي او یوازې یو یا دوه ځله د دې لپاره کارول شوي چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ژاو لیجیان لخوا د افغان ماشوم دا انځور او ورسره لیک شوی متن بیا په ټویټر کې خپور کړي.

د سیابرا شرکت دا ندي ویلي چې د دې مبارزې تر شا د چا لاس و خو زیاتوي چې ۵۷.۷ په سلو کې حسابونه چې د ښاغلي لیجیان لخوا خپور شوی انځور یې خپور کړی، جعلي و او د غلطو معلوماتو د خپرولو یوه مبارزه وه.

چین د سیابرا دا معلومات او ارزونه "بې ځایه" بللې او دا یې د ناسمو معلوماتو د خپرولو "کلاسیکه نمونه" بللي.

بل پلو بیا د ټویټر یوې ویاندې ویلي چې دا کمپنۍ هر څه څاري او زیاتوي چې د اسرائیل د سایبري امنیت د دې شرکت معلومات "ډیر دقیق" ندي ځکه چې اتکا یې یوازې په هغو معلوماتو ده چې عام خلک ورته لاسرسي لري.

خو د سیابرا شرکت وایي چې بنسټ ایښودونکي یې د معلوماتو د جنګي افزارو ماهرین دي چې د اسرائیل په پوځ کې د کار سابقه لري او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې هم مشتري دی.

د اسټرالیا د کیونزلینډ د ټکنالوژۍ پوهنتون هم شاوخوا ۱۰ زره ځوابونه چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ټویټ په ځواب کې شوي ، څیړلې دي.

د دې پوهنتون په څیړنو کې معلومه شوې چې اکثریت حسابونه په چین کې فعال و او ۸ په سلو کې داسې حسابونه و چې په هماغه ورځ یا ۲۴ساعته وړاندې جوړ شوي و په کومه ورځ چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغان ماشوم او اسټرالیایي عسکر دا انځور خپور کړی و.

د دې پوهنتون په څیړنو کې دا هم معلومه شوې وه چې د اکثریت حسابونو نه یو شان یا کاپي شوې لیکنې خپرې شوي.

په ټویټر کې اکثریت نوي جوړ شوي حسابونه داسې و چې یوازې ژاو لیجیان یې تعقیباوه او دریمه حصه حسابونو چې د ښاغلي لیجیان ټویټ یې خوښ کړی و، هیڅ تعقیب کوونکی یې نه درلود.

ټویټر د همدې کال په سر کې شاوخوا ۲۳۷۵۰ حسابونه وتړل چې د جیوپولیټیکي مسایلو په هکله د چین د کمونیست ګوند په پلوۍ بیانیات خپرول او ۱۵۰ زره داسې حسابونه و چې د دغو پیغامونو په زیاتو خپریدو کې یې مرسته کوله.