۱۱ کان کیندونکي د دوو اونیو ګیر پاته کیدو وروسته وژغورل شول

په چین کې د ژغورنې ډلو ۱۱کان کیندونکي ژغورلي چې د جنورۍ په ۱۰د سرو زرو په یو کان کې له چاودنې وروسته ګیر پاته وو.

د چین محلي رسنیو رپوټ ورکړی چې لومړی کارګر د یکشنبې په سهار جنورۍ ۲۴وژغورل شو، روغتیایي حالت یې ښه نه و او سمدستي روغتون ته انتقال شو.

لس تنه نور کارګر د څو ساعتونو په ترڅ کې د کان له یوې بلې برخې څخه راوویستل شول.

په تیرو دوو اونیو کې دغو کارګرانو ته اوبه، غذایي توکي او د اړتیا وړ نور شیان د یوې نل لیکې له لارې تر ځمکې لاندې استول کیدل او هغوی په پرله پسې توګه د ژغورنې له عملې سره په تماس کې وو.

پدغه کان کې چې د چین د شاندونګ ولایت په کیکسیا ښار کې پروت دی او د جوړیدو کار یې لا ندی بشپړ شوی په مجموعي توګه ۲۲کارګران د ځمکې لاندې ۶۰۰متره ژور ګیر پاته وو.

چینایي مقاماتو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د ژغورنې عملیات ښایي دوه اونۍ وخت ونیسي. ویل شوي چې پدغو عملیاتو کې ۶۰۰تنو مرسته رسونکو او د ژغورنې کارکوونکو ونډه درلودله.

د رپوټونو له مخې یو کارګر مړ شوی دی. پداسې حال کې چې د ۱۰تنو نورو روغتیایي حالت ناڅرګند دی.

چینایي مقاماتو پدغه کان کې د چاودنې د خبر له خپریدو وروسته په ۲۴ساعتونو کې د کان څو مسولین ونیول.

د چین کانونه د نړۍ تر ټولو وژونکي کانونه ګڼل کیږي. د کانونو د مصونیت د ملي ادارې د رپوټ له مخې په ۲۰۲۰کال کې په چین کې د کانونو اړوند شاوخوا، ۵۷۳ تنو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی.

په ۲۰۱۰کال کې د چیلي د مسو او سرو زرو د کان په یوې ورته پیښه کې د ۶۹ورځو وروسته ۳۳کسان وژغورل شول.