ارگ: ملي شورا تر انتخاباتو پورې کار ته دوام ورکولای شي

ټاکل شوې ولسي جرګې غړي به د شنبې په ورځ د سرطان له لومړۍ وروسته د خپل کار د مشروعیت په باب پخپله هم پریکړه وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي د اساسي قانون د احکامو، مخکنیو مواردو ته په کتلو او د سترې محکمې د نظریاتو په بنسټ د افغانستان ملي شورا کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې د غوښتنو له مخې ټاکل شوې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې کار پای ته ورسیږي.

خو لکه څنګه چې د اساسي قانون دا ماده یې وړاندوینه کوي تر اوسه د نوي پارلمان د جوړیدولو لپاره ټاکنې چې په کار وو د سرطان د لومړۍ ورځې یوه یا دوه میاشتې وړاندې ترسره شوې وای، نه دي ترسره شوي.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیه کې لیکلي دي چې " د صریحو احکامو او د اساسي قانون موادو ته په کتو، د ثلاثه قواو د دوامداره فعالیت، د قانون جوړولو د کار د دوام او د سیاسي بنسټونو له لورې د حاکمیت پلي کولو ته په کتلو سره ملي شورا تر راتلونکو ټاکنو پورې خپل کار ته دوام ورکولای شي.

ارگ همداشان لیکي چې "هغو تخنیکي او مالي ستونزو په پاملرنې چې د انتخاباتو ترسره کول یې ځنډولي، د هیواد د انتخاباتي نظام د اصلاح ضرورت ته په پاملرنې او هغو امنیتي گواښونو ته په کتو سره چې د انتخاباتو ترسره کول یې له موانعو سره مخامخ کړي" هیوادوالو ته خبرورکوي چې د اساسي قانون د احکامو، مخکنیو مواردو ته په کتلو او د سترې محکمې د نظریاتو په بنسټ د افغانستان ملي شورا کولای شي خپل کار ته دوام ورکړي.

حکومت تعهد کوي چې د مسؤلو مراجعو له لورې د یوې میاشتې په ترڅ کې د ملي شورا د انتخاباتو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریاست هم وایي تر راتلونکو پارلماني ټاکنو د اوسني پارلمان د کار دوام مشروعیت لري، د پارلمان د کار دوام لپاره کومې اجماع رامنځ ته کولو ته اړتیا نه لیدل کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې د غوښتنو له مخې ټاکل شوې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې کار پای ته ورسیږي.

دغه حالت د اوسني پارلمان د کار دوام ته د مشروعیت د ورکولو په برخه کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف سبب شوی دی.

ددغه ریاست یو ویاند آصف آشنا امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې اجرائیه ریاست دا ګڼي چې د نوي پارلمان تر جوړیدو اوسنی پارلمان مشروعیت لري او په دې برخه کې د اجماع رامنځ ته کیدو ته اړتیا هم نشته دی.

ښاغلي آشنا وویل "زمونږ له نظره د افغانستان پارلمان باید خپل کار ته دوام ورکړي، کومې اجماع رامنځ ته کیدو او مشورو ته اړتیا نه لري ترڅو یو بل څوک راشي د افغانستان پارلمان او د پارلمان د کار دوام ته مشروعیت ورکړي، د افغانستان پارلمان خپل مشروعیت د افغانستان د خلکو له سیاسي ارادې څخه اخلي اصولآ حکومت د دې صلاحیت نه لري چې د افغانستان د پارلمان په هکله کومه ځانکړې پریکړه وکړي".

د افغانستان د انتخاباتي سیستم اصلاح

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي، په وروستیو ورځو کې یې د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره یوه بشپړه طرحه د افغانستان جمهوري ریاست ته سپارلې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، دا طرحه په نږدې دریو میاشتو کې چمتو شوې چې په دریو پړاونو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره وړاندیزونو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

ښاغلي هوتکي وویل " ګورئ کله چې په ټاکنیزو اصلاحاتو باندې خبرې کوو، اصلاحات باید د لنډې مودې، منځنۍ مودې او اوږدې مودې لپاره اوسي په لنډه موده کې مونږ اصلاحات د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره په پام کې نیولي دي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال وایي چې په دغه طرحه کې په ټول افغانستان کې د رایې اچونې د مرکزونو بیا ارزونه، د رایې ورکوونکو د نومونو لېست، د ټاکنو د کمیسیون کاري ظرفیت لوړول، په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ نه کار اخیستل او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي او مرکزي چارواکي د آزاد رقابت له لارې غوره کول شامل دي.

ښاغلي هوتکي وویل، تراوسه یې په دغو مسلو دوه ځلې د جمهور رئیس غني سره خبرې کړې دي او په پام کې ده چې په راروانو یو دوه ورځو کې بیا هم د جمهوررئیس سره په دې هکله سلامشورې وکړي.

هغه وویل " کوم مجلس چې مونږ د رئیس صاحب جمهور سره کړی وو، رئیس جمهور زمونږ له طرح استقبال کړی یو، دوهم دا چې دا ژمنه یې هم کړې ده چې د انتخاباتو بودیجه چې په هر شکل اوسي دا د حکومت د دولت وظیفه ده دوی به د انتخاباتو بودیجه اماده کوي او خپله هماهنګي به نوره هم د کمیسیون سره زیاتوي".

د افغانستان جمهوري ریاست سره د اړیکو سره سره مو د ارګ غبرګون د اجرائیه ریاست د ویاند په څرګندونو ترلاسه نه کړای شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې یوې اونۍ را په دیخوا د افغانستان د ولسي جرګې د کار او د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلوونکو ټاکنو په سر پراخه سلامشورې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې غړي وایي، چې د شنبې په ورځ به په دې مسله په خپله عمومي غونډه کې وکیلان خپل وروستی دریځ څرګند کړي.

خو د ولسي جرګې ډیرو غړو لا دمخه د خپل کار دوام تر راتلونکو پارلماني ټاکنو قانوني بللی او ویلي دي چې هیڅ کومه اداره د دغې جرګې مشروعیت تر پوښتنې لاندې نه شي راوستلی.