اجرائیه رئیس عبدالله سویس ته تللی

ټاکل شوې اجرائیه رئیس به سویس ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې په ژنیو کې د ملګروملتونو په دوو غونډو کې ګډون وکړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان د شورا په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نن د یکشنبې په ورځ په یو دوه ورځني رسمي سفر له کابل څخه د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د سویس ژنیو ښار ته روان شوی دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې اجرائیه رئیس به په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان د شورا ۳۷ مې کلنۍ غونډې ته د وینا سربیره، د ملګرو ملتونو د پرسونل ضد ماینونو څخه د کاراخیستلود بندیدلو په کنوانسیون کې به هم چې په ژنیو کې جوړیږي ګډون وکړي.

د اجرائیه ریاست معلوماتو له مخې ټاکل شوې ښاغلی عبدالله به د دغو غونډو په څنډو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کميشنر زید رعدالحسین، د سویس او ناروې د بهرنیو چارو له وزیرانو د اسټرالیا د ګورنر جنرال او همدارنګه د یو شمیر نورو هیوادونو د پلاوو له رئیسانو سره هم لیده کاته وکړي.

افغانستان په دې وروستیو میاشتو کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړی او همداشان دغه هیواد د پرسونل ضد ماینونو د استعمال، تولید او کارولو تړون چې د اوتاوا د تړون په نوم شهرت لري لاسلیک کړی دی.

په افغانستان کې زرګونو تر ځمکه لاندې ماینونو د شتون سربیره په دغه هیواد کې د اوږدې جنګ جګړې له امله د بشري حقونو څخه سرغړونې هم مخ په ډېرېدو دي.