کاناډا کې هغه کس ته د سزا ټاکلو محکمه پیل شوه چې د ۴ مسلمانانو په قتل محکوم دی

تورن کس په ۲۰۲۱ کال کې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي مړه کړل

د پنجشنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) په کاناډا کې هغه کس ته د مجازاتو ټاکلو محکمه پیل شوه،‌ چې دوه کاله مخکې یې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي په خپل موټر وهلي او مړه کړي‌ وو.

دغه کس ناتانیال ویلټمن نومېږي، ۲۳ کلن دی او ځان غوره سپین پوستی بولی. هغه د نومبر په میاشت کې په قتل تورن شو، خو نوموړي دا تور رد کړی دی.

ویلټمن د ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې د کاناډا د لندن د اونتایرو په ښار کې د یوې کورنۍ مور او پلار، نیکه او ۱۵ کلنه لمسۍ په خپل موټر ووهل او مړه یې کړل. په دغې پېښې کې یو بل نهه کلن ماشوم سخت ژوبل شو.

د تبیندار بخاري ۴۴ کلنه لور په دغې پېښې کې مړه شوې ده،‌ هغې د پنجشنبې په ورځ وویل: "دا (پېښه) یوازې د مسلمانانو د ټولنې په ضد یو جنایت نه دی، بلکې د ټولې کاناډا امنیت ته سپکاوی دی."

په پام کې ده چې ۷۰ شاهدان به په دغې دوه ورځنۍ استماعیه غونډې کې ګواهي ورکړي. په کاناډا کې د اسلام څخه د کرکې د مخنیوي ځانګړې استازې امیره الغوابي وویل: "دا غم او خپګان، ډار، غوصه او درد بیا بیا یادېږي."

په کاناډا کې د عمدي قتل سزا دایمي‌ زندان دی، خو له ۲۵ کاله بند تېرولو وروسته محکوم په مشروط ډول ازادېدای هم شي.

سیمه ایزې رسنۍ وايي قاضي به ناتانیال ویلتمن تر محکوم کېدو مخکې په دې اړه پرېکړه کوي چې د هغه عمل ترهګري ده که نه.