د ریښتر په کچې ۷.۱ درجې زلزلې د کلیفورنیا ایالت جنوبي سیمو ته سخت ټکانونه ورکړي دي.
د امریکا د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه دغه ۷.۱ درجه سخته زلزله د جمعې په ورځ پر ځايي وخت د شپې پر ۸ بجې د کلیفورنیا په جنوبي دښتو کې رامنځته شوې ده.
د وروستیو رپوټونو له مخې ددغې زلزلې وروسته د شنبې د ورځې تر سهاره د کوچنیو زلزلو ٦٠٠ ټکانونو دغه سیمه لړزولې ده.
دا په تېرو شلو کلونو کې په کلیفورنیا کې له لویو او سختو زلزلو څخه شمېرل کېږي.
د راپورونو لهمخې دغه زلزله «ریج کرسټ» ښار ته نژدې د لاس انجلس په ۲۴۰ کېلومترۍ کې شوې ده.
د اسوشېټېډ پرس خبري اژانس د راپور لهمخې د یادې زلزلې له امله یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوي، سړګونه تخریب شوي، اورلګېدنه رامنځته شوې او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.
د کلیفورنیا ایالت د ملي ګارد د ادارې چارواکي واېې چې ددغی ایالت پوځي څانګه د تیار سئ ده او د اړتیا په صورت کې به د هلیکوپترو په گډون له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. دوی وایي چې د ضرورت په صورت کې د لا نورو مرستو لپاره یې د واشنگتن ډي سي سره خبري کړي دي.
تر دا مهاله په دغه زلزله کې د اوښتو ځاني زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
ویل کېږي چې د زلزلې ټکانونه په مکسیکو او لاس ویګاس کې هم محسوس شوي دي.
دا زلزله پر داسې مهال کېږي چې د تېرې پنجشبې په ورځ هم ۶.۴ درجې زلزلې د کلیفورنیا جنوبي سیمې لړزولې وې.