د سویس حکومت رایه ورکوونکو ته: په حجاب بندیز مه منئ 

سویس ته تر ډېره د شتمنو عربو هېوادونو کورنۍ د سیاحت لپاره ځي

د سویس حکومت رایه ورکوونکي‌ هڅولي دي چې د مارچ د میاشتې په ۷ نېټه دې په عمومي ټولپوښتنې کې پر حجاب/بورقې د بندیز د وړاندیز په خلاف رایه ورکړي.

که دا وړاندیز ومنل شي نو مسلمانې ښځې نشي کولی چې په حجاب کې ټول مخ پټ کړي.

د سویس حکومت وايي دا کار به دغه هېواد ته د سیلانیانو بهیر خراب کړي. سویس ته تر ډېره د شتمنو عربو هېوادونو سیلانیان ورځي.

په سویس کې په اساسي قانون کې د تغیراتو لپاره عمومي رایه اچونه کیږي‌، خو په دې شرط چې په قانون کې د مشخص تعدیل د طرحې لپاره د ۱۰۰زره کسانو لاسلیکونه راټول شي.

په سویس کې د ۲۰۰۹ په عمومي رایه اچونه کې خلکو هغه وړاندیز ومانه چې نوي‌ منارونه او څلي به نه جوړیږي.

د سویس د «اس. ګالین او ټېسین» په سیمو کې په حجاب کې د ټول مخ په پټولو بندیز لګول شوی دی، خو د سویس حکومت وايي چې په ملي کچه رایه اچونه کې باید دا کار رد شي او دا ښه نظر نه دی.

د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي دي: « په سویس کې یو څو کسان په حجاب کې مخونه پټوي.‌ که په ملي کچه په دې باندې بندیز لګول کیږي نو په دې کار سره به د سیمو خپلواکي کمزورې، د سیلانیانو بهیر به زیانمن شي او د ښځو د بېلابېلو ډلو لپاره به مرسته کوونکې نه وي.»

په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې په حجاب کې اکثریت مخ پټې ښځې سیلانیانې وي چې د څو ورځو لپاره سویس ته راغلې وي.

تر سویس مخکې په فرانسه او ډنمارک د ټول مخ په پټولو بندیز لګول شوی دی. د سویس په قانون کې دا هم منع دی چې د جنسیت په اساس دې په چا حجاب په سر کړل شي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د سوویزرلنډ شاوخوا ۸.۶ میلیون نفوس لري چې پنځه فیصده یې مسلمانان دي.