داروپايي ټولنی مشرانو نن دیکشنبی په ورځ پر هغه معامله موافقه وکړله چې برتانیه به په راتلونکي کال کې د مارچ په نهه ویشتمه له ا روپايي اتحاد نه ووزي. دا اول ځل دی چی د ٢٨ هېوادونو په دې اتحاد کې یو هېواد یعنی برتانیه له اتحاد نه وزي.
داروپايي اِتحاد ٢٧ هېوادونه چې د برتانیی له وتلونه نه وروسته به هم په دې ټولنه کې پاتی شي، له لندن سره ېې د برتانیی دوتلو معامله منظور کړله.
Your browser doesn’t support HTML5
د برتانیی وتل منظور شول
د اروپايی اتحاد د ٢٧ کسیزو هېوادونو دکمیسیون مشر ډانلډ ټسک د مشرانو له غونډې نه یوساعت نه کم وخت کې وویل: " اروپايي ټولنی هغه موافقه او سیاسی اعلامیه منظور کړله چې د اروپايي ټولنی او برتانیی ترمنځ د راتلونکیو اړیکو په برخه کې رڼا اچوي."
د برتانیی صدراعظمی تریزا مې ددغې معاملی ستاینه وکړله او وې ویل چی دابه برتانیی لپاره یونوی فصل پرانیزي.