د برتانیې ټاکنې او د ترهگرۍ د بریدونو له امله بیړني گامونه

د برتانیې صدراعظمې تریزا مې، په لندن کې د سه شنبې په ورځ د ٢٠١٧ کال د می په ٢٣- مه د ځان مرگي بم، له برید نه وروسته له رسنیو سره خبرې وکړلې.

برتانویان سباته د هیواد په عمومي انتخاباتو کې د گډون لپاره ځانونه چمتو کوي. په لندن او مانجستر کې د یو شمیر خونړیو بریدونو نه وروسته، په دې سملاسی غور روان دی چی د نورو خونړیو بریدونو مخه څنگه ونیول شي.

په لندن او مانجستر کې د یو شمیر خونړیو بریدونو نه وروسته برتانویان، د هیواد په عمومي انتخاباتو کې د گډون لپاره ځانونه چمتو کوي. په دې لړ کې د انتخاباتو نه یوه ورځ مخکې دامنیتی ویرو او ناکامیو په اړه بحثونه کوي. ددی راپور له مخې بریتانیویان په صدراعطمې تریزا مې باندی نیوکه کوي چې غواړي د پولیسو د شمیر په کمولو امنیت خراب کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

تریزا مې : ترهگري نوره نشو زغملی.

په برتانیی کې رای ورکوونکي سبا پنجشنبه په عمومی انتخاباتو کی برخه ا خلي. د برتانیې صدراعظمې تریزا مې دترهگرو د تازه بریدونو نه وروسته وویل "نور ېې نشو زغملی". هغې خبرداری یی ورکړ چې د ترهگر ۍ خلاف به د برتانیی په اقداماتو کې زښت ډیر بدلون راوستل شي.

تریزامې ژمنه وکړله چې د آن لاین ترهگرۍ خلاف به هم کلک گامونه اوچت کړي.

د برتانیې صدراعظمې تریزا مې وویل: زه به پولیسو او امنیتی ادارو ته د نور قدرت په ورکولو غور وکړم او د ترهگرۍ په تړاو جرایمو لپاره به سزاگانې اوږدې شي. دانټرنېټ په اړه هم به داخبره یقینی شي چې ترهگر خوندي ځای ونلري.

حکومت په داسی ویب سایټونو لکه یوټیوب فشار راولي چې په ټینگه د محتویاتو څارنه وکړي. د ټولنی فعالان د حکومت ددې دریځ ملاتړ کوي.

حمدي بلال محمد، د لندن د مسلمانانو یوه فعاله میرمن وايي: موږ نپوهېږو چی زموږ اولاد څه کوي. ان تردې چې که هغوی له موږ سره په کور کې هم وي. موږ غواړو حکومت راسره په دې اړه مرسته وکړي.

منتقدین وايي د افراطیت رېښې د اسلامي نظریاتو نه را پېدا کېږي، پکارده چی مقابله ورسره وشي. جولیا ریشچنکو دهنري جکسن ټولنې یوه غړې وايي: موږ په دې باور یو چې په دې خاصه مسله باندې بحث نه کېږي. په خاصه توگه د چپ ا ړخ ډلې په دې مسله په عامه توگه له خبرونه ځان لېرې ساتي، ځکه هغوی غواړی له سیاسی پلوه ځان سم ښکاره کړي.

د لندن پر پله دری واړه برید کوونکي د لندن د بارکنگ او ډگنېم د ولسوالی وو، خو په بریتانیې کې د اسلامي ټولنې مشران دهغوی تړاو له خپلې عقېدی سره په ټینگه ردوي.

خواجه اشفاق علي د ډگنیم د مرکزي جومات دمالی کمېټی غړی وايي: موږ د سولی تبلیغ کوو. نوموږ په ټولنه کې سوله او زغم غواړو. موږ غواړو په ټولنه کې یوداسی سیستم ولرو چی " د مخنیوي پر ستراتیژي" عمل وکړي. موږ هڅه کوو څومره چی ممکنه وي ددغه راز پېښو مخنیوي وکړو.

د حکومت د مخنیوي ستراتیژي ټولنو ته دا اسانوي چې د افراطیانو رپوټ ورکړي. د لندن د پله د یو برید کوونکی خرم اشفاق شهزاد رپوټ دوه ځلې چارواکیو ته ورکړل شوی و. هغه په یوه جهادي مستند فیلم کې هم و او د کرکې د نظریاتو د خپروونکی انجم چوهدري پلوی و.

حکومت اوس د امنیتي ناکامیو په اړه تفتیش کوی. سیاسی مخالفین حکومت په دې ملامتوی چی بودجه ېې کمه کړیده.

ټېم فارون یو لیبرال دموکرات مشر وايي: د پولیسو شمیر څرگند دی. د تریزا می په وخت کې هره ورځ امنیت کمېږي، او تریزا می پکې مسوولیت لري.

په برتانیه کې د ترهگرۍ خلاف کلک اقدامات روان دي خو د سبا ورځې د انتخاباتو له امله ېې بیړنی حالت غوره کړی دی. په دې باندې سملاسی غور روان دی چی د نورو خونړیو بریدونو مخه څنگه ونیول شي؟