په بریتانیا کې پولیسو شنبه سپټمبر ۹ (وږي ۱۸) یو تن چې شک پرې دی د ترهګرۍ په کړنو کې یې لاس درلود او څلور ورځې وړاندې د زندان څخه تښتیدلی و، بیرته نیولی دی.
پولیسو دانیال عابد خلیفه چې ۲۱ کاله عمر لري د لندن په لویدیځ کې پداسې حال کې ونیوه چې بایسکل یې چلاوه.
خلیفه د زندان په پخلنځي کې کار کاوه. هغه ځان د موټر سینې پورې چې دې پخلنځي ته یې مواد راوړل، تړلی و او په همدې طریقې څلور ورځې وړاندې د زندان څخه په تیښتې بریالی شوی و.
پولیسو هغه د همدې زندان څخه ۱۴ کیلو مټره لیرې ونیوه.
خلیفه د بریتانیا د پوځ غړی و خو د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مې په میاشت کې د پوځ څخه وایستل شو.
په هغه دا تور دی چې د انګلنډ یوې پوځې اډې کې یې جعلي بمونه ځای پر ځای کړي و او هم یې د بریتانیا د دفاع وزارت د ډیټابیس څخه د سرتیرو شخصي او حساس معلومات راټول کړي و.
دا پخوانی سرتیری په زندان کې و او ټاکل شوې چې د راتلونکې نومبر میاشت کې محاکمه شي.
د بي بي سي د یو راپور له مخې دانیال عابد خلیفه د داسې معلوماتو په راټولولو هم تورن دی چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د دښمن لپاره ګټه لرلی شي. په راپور کې دا ندي ویل شوي چې هغه څه ډول معلومات راټول کړي.
دانیال بیا دا ټول تورونه رد کړیدي.
د HMP Wandsworth زندان چې ښاغلی خلیفه ترې تښتیدلی په ۱۸۵۱ میلادي کال کې جوړ شوی او د امنیت ساتنې کچه هم پکې په منځني حالت کې ده.
د دې پیښې څخه وروسته د پارلمان ځینو غړیو په حکومت انتقادونه وکړل.
په ولسي جرګې کې د کارګر ګوند یو غړي د شنبې په ورځ په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې څنګه داسې یو کس د زندان څخه تښتي چې په "ترهګرۍ او ملي امنیت اړوند جنایتونو تورن دی"؟
په عین حال کې د برتانیې عدلیې وزیر الیکس چاک د پنجشبنې په ورځ د موضوع په هکله د پارلمان غړیو ته معلومات ورکړل او د زندان هغې برخې په هکله یې په سمدستي توګه د پلټنو ژمنه وکړله چې خلیفه پکې ساتل کیده.
وزیر همدارنګه وویل چې پدې هکله به خپلواکې پلټنې هم کیږي.
د لندن ښار پولیسو د خلیفه نیول کیدو څخه وړاندې اعلان کړی و چې هغه چا ته به ۲۵ زره امریکایي ډالر انعام ورکړی چې داسې معلومات ورکړی چې له مخې یې د زندان څخه تښتیدلی خلیفه ونیول شي خو د شنبې تر ورځې معلومه نشوه چې آیا دا پیسې کوم چا ته ورکړل شوي که نه.