بریتانیا د انګکور خزانې لوټ شوي تاریخي زیورات بیرته کمبوډیا ته سپارلي

د کمبوډیا د انګکور تاریخي ماڼۍ

د کمبوډیا د انګکور خزانې اړوند په لسګونو قیمتي توکي او زیورات چې څو لسیزې وړاندې لوټ شوي وو، په لندن کې د رابرسېره کېدو وروسته، بیرته دغه هېواد ته سپارل شوي دي.

د کمبوډیا د کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب اول) وویل چې په ورسپارل شويو توکو کې د انګکور د خزانې تاجونه، غاړګۍ، بندونه او نور داسې قیمتي زیورات شامل دي، چې له نهمې څخه تر ۱۴مې میلادي پیړۍ د خمیر امپراتورۍ پورې تړاو لري.

وزارت وویل چې کمبوډیايي چارواکو دا توکي، چې شمېر یې ۷۷ ته رسیږي، د لرغونو اثارو د بریتانوي پلورونکي ډګلاس لیچفورډ له کورنۍ څخه ترلاسه کړل.

لیچفورډ په ۲۰۲۰ کال کې په داسې حال کې مړ شو چې د لرغونو اثارو د قاچاق په تور یې په متحده ایالاتو کې د خپلې محاکمې انتظار کاوه. په همهغه کال، د لیچفورډ کورنۍ له کمبوډیا سره موافقه وکړه چې د خمیر دورې د لرغونو اثارو ټولګه به بیرته ورسپاري.

د کمبوډیا د کلتور د وزارت په وینا، په هغه ټولګه کې چې د جمعې په ورځ په پټه کمبوډیا ته ورسېده، "د سرو زرو او نورو قیمتي فلزاتو ټوټې، د انګکوریانو او له هغه وړاندې دورو تاجونه، غاړګۍ، لاس بندونه، کمربندونه او غوږوالۍ" شامل دي.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د کمبوډیا د کورنۍ جګړې پر مهال، ددغه هېواد په زرګونو لرغوني اثار له لوټ کېدو وروسته په تایلنډ او هانګ کانګ کې د سوداګرو له لارې په اروپا او متحده ایالاتو کې پر شتمنو پیرودونکو او موزیمونو پلورل شوي وو.

امریکايي څارنوالانو په دې وروستیو کلونو کې هڅه کړې وه چې زیاتره دغه اثار بیرته کمبوډیا ته وسپارل شي.

د کمبوډیا د کلتور وزارت چارواکو د نړۍ پر موزیمونو او افرادو غږ کړی چې د کمبوډیا د لوټ شویو لرغونو اثارو په بیرته ستنولو کې ورسره مرسته وکړي.

د کوه نور الماس

له افغانستان څخه د وړل شویو لرغونو قیمتي اثارو په جمله کې د کوه نور د الماسو نوم اخیستل کیږي.

د بریتانیا د شاهي تاج په مخ کې ټومبل شوي د کوه نور الماس په اړه ویل کیږي چې په ۱۹مه پیړۍ کې له افغانستان څخه وړل شوی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو ویلي وو چې ښايي له بریتانیا څخه افغانستان ته ددغه تاریخي اثر د بیرته ستنولو دپاره قانوني دعوا وکړي.