بریتانیا د "پراخې نژادپالنې" په خاطر چې په سلګونو زره وژل شویو افریقایي او اسیایي سرتیرو ته د نه درناوي سبب شوې بخښنه وغوښتله.
د بریتانیا د مشترک المنافع جګړې د وژل شویو سرتیرو قبرونو کمیسیون د پیل کړو څیړنو وروسته موندلي چې ۳۵۰زره سرتیرو ته چې اکثریت یې د افریقایي او منځني ختیځ د هیوادونو وو او د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې ددې هیواد د دفاع لپاره وژل شوي، درناوی ندی شوی.
د بریتانیا د دفاع وزیر بن والس، ددې هیواد پارلمان ته وویل: "هیڅ شک نشته؛ ددې کمیسیون په یو لړ تصمیمونو کې تبعیض رول درلودلی دی."
هغه زیاته کړه: "د مشترک المنافع جګړې وژل شویو سرتیرو د قبرونو د کمیسیون او د هغه وخت او اوسني حکومتونو په استازیتوب غواړم په ټولو هغو کلونو کې د هغوی د بنسټیزو اوصولو د پلي کیدو په ناکامۍ عذر وغواړم او د هغې د اصلاح لپاره چې ډیر وخت یې ونیو ژوره اندیښنه څرګنده کړم."
دغه کمیسیون مشترک المنافع ځواکونو ته د درناوي په برخه کې کار کوي او دا تضمینوي چې په دواړو نړیوالو جګړو کې وژل شويو سرتیرو ته باید په یو ډول درناوی وشي، پرته له دې چې د هغوی رتبه، سابقه او دین په پام کې ونیول شي.
ددې کمیسیون رپوټ موندلي دي چې د ۴۵نه تر ۵۴زره سرتیرو پورې چې زیات شمیر یې هندي، مصري، سومالیایي او د منځني ختیځ د هیوادونو او د لودیځې افریقا وو یو شان درناوی ورته ندی شوی.
د شاوخوا ۱۱۶زرو نه تر ۳۵۰زره نورو وژل شویو سرتیرو ته چې زیات شمیر یې د ختیځې افریقا او مصر وو یا یې صرف نوم ذکر شوی او یا هم ورته هیڅ ډول درناوی ندی شوی.