د تورخم پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له ډزو وروسته تړل شوې

تورخم

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې د تورخم سرحدي پوله د چهارشنبې په ورځ اګست شپږمه (وږي ۱۵) وروسته له هغه وتړل شوه چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونو پر یو بل ډزې وکړې.

ځايي اوسیدونکو د تورخم په پوله د ډزو د اوازونو د اوریدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د خيبر لارې ته نژدې له ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه کې خلک د ډزو له پیل کیدو وروسته امنو ځایونو ته تښتیدلي دي.

د سیمې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز اژانس ته ویلي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې خو مرګ ژوبله نه لري.

په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییز حکومت یو ویاند او همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سمدستي ددغې پیښې په هکله له تبصرې ډډه کړې ده.

د ډیورند د ۲۶۰۰ کیلومتره پولې پر سر لانجه د لسیزو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو اصلي سرچینه ده. د تورخم پوله د پاکستان او افغانستان ترمنځ عمده ترانزیتي لاره ده.

تورخم دروازه د تیرې فبرورۍ د میاشتې په شمول په وروستیو کلونو کې څو ځلې تړل شوې ده چې په وجه یې د پولې دواړو غاړو ته څو ورځې په زرګونه بار وړونکې لارۍ تم شوي او سوداګرو ته زیانونه اوښتي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کیدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې سړې شوي او اسلام اباد د طالبانو حکومت پدې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ته یې په خپله خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي.

یو سیمه ییز حکومتي چارواکي فرانس پرس ته وویل، "دا څرګنده نه ده چې ډزې چا کړي، خو موږ د سپکو او درنو وسلو ډزې اوریدلي. دوی د هاوانونو څخه هم کار اخلي." هغه زیاته کړې چې یو سرحدي ساتونکی ټپي شوی.

یو پاکستاني سرحدي مقام ارشاد مومند دغه اژانس ته ویلي چې "افغان ځواکونو [طالبانو] هڅه وکړه چې په هغه سیمه کې پوسته جوړه کړي، چې دمخه موافقه شوې وه چې دواړه خواوې به په کې پوستې نه جوړوي." هغه زیاته کړه چې د پاکستاني لورې له مخالفت وروسته "افغان لورې ډزې وکړې او پاکستاني سرحدي ځواکونو متقابلې ډزې وکړې."

د افغانستان اړخ ته یو سرحدي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته تائید کړه چې شخړه د دوی د سرحدي ساتونکو له خوا د جوړې شوې پوستې پر سر پیل شوې، خو ویلي یې دي چې پاکستاني ځواکونو لومړی ډزې وکړې. هغه هم تائید کړه چې پوله تړل شوې ده.