د تروریستانو دوهم هدف بامیانو کې ښوونیز مرکزونه دي ـ بامیان والي

د بامیان والي د خبري کنفرانس پرمهال

په بامیان ولایت کې تر مرګونې چاودنې څلور ورځې وروسته د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو ګواښونه موجود دي.

د بامیان والي سید انور رحمتي نن شنبه نومبر۲۸(لېندۍ اتمه) خبریالانو ته وویل:"موږ راپورونه لرو چې تروریستان پر ځینو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو پلان لري... نوي معلومات تر لاسه شوي دي، په ټول افغانستان کې ګواښونه موجو دي، په بامیان کې هم سته، موږ خپل تدابیر نیولي دي."

د بامیان والي سید انور رحمتي همدارنګه وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو چاودنو په تور څلور تنه هم نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نیول شوي کسان د کابل، پنجشنیر، سمنګان او بامیان ولایتونو اوسېدونکي دي.

هغه زیاته کړې چې یاد کسان د لا زیات تحقیق لپاره کابل ته انتقال شوي دي.

د تیرې سې شنبې په ورځ په بامیان ولایت کې په دوو چاودنو کې د دوو پولیسو په ګډون ۱۷تنه ووژل شول او ۵۸ نور ټپیان شول.

طالبانو په دغه چاودنه کې خپل لاس لرل رد کړل او بلې ډلې هم مسؤلیت نه دی منلی.