د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن دوشنبه ډسمبر نهمه ( لیندۍ ۱۹) خبرداری ورکړ چې د اسلامی دولت یا داعش ډله ښایي د سوریې اوسني وضعیت څخه ګټه واخلي او پدې هیواد کې "خپلې وړتیاوې بیا تاسیس کړي".
خو ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې متحده ایالات به د داعش ډله دې کار ته پرې نږدي.
د متحده ایالاتو دې تر ټولو لوړ پوړي ديپلومات په سوریه کې د وضعیت په هکله وویل چې ددې هیواد برخلیک باید پخپله د سوریې ولس وټاکي او د یاغي ډلو د مشرانو څرګندونو چې ویلي یې دي ټولشموله حکومت به جوړوي، هرکلی کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې ډلو خبرو ته نه بلکې کړنو ته باید وکتل شي.
انټوني بلینکن وویل چې په سوریې کې د جمهور رئیس بشارالاسد حکومت ړنګیدل نه یوازې د سوریې رژیم بلکې ایران، روسیې او حزب الله لپاره هم ناکامي ده چې د "وحشت او فساد" سره یي مرسته کوله.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې اوسنی وضعیت ددې هیواد لپاره "یوه تاریخي شیبه" یاده کړه او زیاته یې کړه چې د فرصت تر څنګ خطرونه هم شته دي.
هغه وړاندې وویل، " تاریخ ښودلې چې د ژمنې شیبې څنګه ژر په شخړې او تشدد بدلیږي. داعش به کوښښ وکړي چې د همدې شیبې څخه په ګټې اخیستو خپلې وړتیاوې بیا تاسیس کاندي او د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کړي".
خو بلینکن په سوریې کې د داعش په مرکزونو د متحده ایالاتو تازه بریدونو ته په اشارې سره وویل چې پرې به نږدي دا ډله هلته بیا سر راپورته کړي.
د متحده ایالاتو پوځ تیره ورځ په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څه د پاسه ۷۵ اهدافو باندې هوایي بمبارۍ وکړله خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه نه ویل.
د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا هوایي بمبارۍ یې ولې کړیدي خو دا تازه بریدونه داسې مهال شوي چې د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو د سوریې پایتخت دمشق نیولی او جمهور رئیس بشارالاسد د راپورونو له مخې مسکو ته د خپلې کورنۍ سره تښتیدلی دی.
متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.
سره لدې چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډله له منځه تللې خو لا هم ددې ډلې ځیني وسله وال په لیرې پرتو سیمو کې پراته چې وخت ناوخته په سیمه ایزو ځواکوانو او ملکیانو باندې بریدونه کوي.
امریکا د همدې روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴ مې نیټې هم د داعش او القاعده شبکې په مرکزونو بمباري کړې وه.