په پاکستان کې چارواکي وایي په سیمه ایز وخت شنبه نومبر ۹ ( لړم ۱۹) ددې هیواد په لویدیځ کې د اورګاډي په سټیشن کې د بم په چاودنې کې د ۱۴ پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپي شویدي.
په پاکستان کې مطبوعاتو ویلي چې پیښه د بلوچستان ولایت د کویټې په ښار کې د اورګاډي په سټیشن کې شویده.
تر اوسه نده معلومه چې په برید کې وژل شوي عام خلک که د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي و.
د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو د عملیاتو مشر محمد بلوڅ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د اورګاډي په سټیشن کې دننه هغه وخت وشوه چې یو اورګاډي له کویټې څخه د پیښور ښار ته روانیده.
د کویټې د حوزې کمیشنرحمزه شفقت پاکستاني رسنیو ته په دې برید کې دا مرګ ژوبله تائید کړې او ویلي دي چې دا چاودنه د یو ځانمرګي برید په پایله کې رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان د ډان انګلیۍي ژبې ورځپاڼې په یو راپوار کې د کویټې د پولیسود عملیاتو د څانګې یو چارواکي محمد بلوڅ له قوله ویلي چې د برید پر مهال په دغه سټیشن کې تر ۱۰۰ کسانو پورې مسافر راټول شوي وو.
هغه ویلي چې برید هغه مهال وشو چې د جعفر ایکسپریس په نوم اورګاډی د کویټې د اورګاډي د سټیشن څخه د پیښور په لور د روانیدو په حال کې وو.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د کویټې د حوزې کمیشنرحمزه شفقت ویلي چې ددې برید وروسته په دغه ایالت کې د اورګاډي د خدمتونو د ځنډولو لپاره یې یو لیک هم د اورګاډي ادارې ته لیکلی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې په روغتونونو کې د ټپیانو درملنې لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته په یوې استولې اعلامیه کې ویلي چې د پیښې وروسته امنیتي منسوبین د پیښې ځای ته رسیدلي او د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګتي دا پیښه په سختو ټکو غندلې ده او زیاته کړې یې ده چې دا برید د ملکي وګړو د وژنې د دوام په ترڅ کې ترسره شوی دی.
هغه ویلي چې تروریستان اوس بې ګناه کسان په نښه کوي، کارګران، ماشومان او ښځې. هغوی چې بې ګناه کسان وژني د بخښنې مستحق نه دي". د بلوچستان اعلی وزیر ددې پیښې د پلټنو امر هم کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور پراساس د بلوچستان د ازادۍ اردو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه داخیستی او ویلي دي چې هغوي دا ځانمرګی برید په هغو پاکستاني پوځيانو کړی چې یو په ټرینینګ کې له برخې اخستو وروسته په جعفر ایکسپریس کې خپلو مرکزونو ته روان وو.
د پاکستان د اورګاډي ادارې د یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د اکتوبر په یوولسمه د کویټې او پیښور ترمنځ د اورګادي د تګ راتګ بهیر بیرته فعال کړی وو.
د روان کال د اګست د میاشتې په ۲۶ (وږي پنځم) په ټول پاکستان کې مسافرو ته د اورګاډي خدمتونه وروسته له هغې وځڼدول شو چې د بلوچستان د ازادۍ اردو په یوه چاودنه کې د مچ او کلپور ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ یو پل والوزوه.
تیره اوۍ د بلوچستان ایالت مستونګ سیمه کې هم د نجونو یو ښوونځي او یو روغتون سره نږدې په یوه چاودنه کې د پنځه ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي وو.
په پاکستان کې په دې وروستیو میاشتو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي.
په اسلام اباد کې د یو څیړنیز مرکز د یو راپور له مخې یوازې د سپټمبر په میاشت کې په پاکستان کې ۷۷ وسله وال بریدونه ترسره شوي دي چې ۴۷ یې یوازې د خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د څو میاشتو راهیسې د "عزم استحکام" په نوم عملیات پیل کړي دي، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګونونو ددغو عمیلیانو سره مخالفت ښودلی دی.
له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې وسله وال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.