بایدن خپل زوی، چې په دریو جرمي قضیو کې تورن و، وبخښه

ولسمشر جوبایډن او زوی هنټر بایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې خپل زوی هنټر بایډن یې وبخښه، د هغه زوی په همدې میاشت کې د فدرال په قضیو کې له زنداني کېدو سره مخامخ و.

ولسمشر بایډن مخکې ویلي وو چې د عدلیې په چارو کې به مداخله نه کوي، خو تېره ورځ یې په یوې اعلامیې کې وویل چې دا اقدام یې د ناعادلانه تعقیب په غبرګون کې کړی دی.

هغه ویلي دي: «د هغه په قضیې کې دا تورونه له هغه وروسته پورته شول چې په کانګرس کې زما سیاسي مخالفانو په ما باندې د برید او زما د انتخاب کېدو سره د مخالفت له کبله (دا تورونه) راپورته کړل.»

هنټر بايډن د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د وسلو په اخیستو کې په دریو جنايی قضیو کې تورن شو، څارنوالان وايي هغه د فدرال په یو مکتوب کې ناسمه ادعا کړې وه، چې نه نشه يي توکو په ناقانونه توګه کاروي او نه پرې اخته دی. نوموړی همدغه راز تورن دی چې ۱.۴ ملیون ډالر مالیه یې نه ده ورکړې.

ولسمسشر بایډن هغه په دوو قضیو کې او همدغه راز هر بل جرم «چې هغه کړی وي او یا ښايي په کې یې برخه اخیستې» وي، بخښلی دی.

هنټر بایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زه اعتراف کوم او زما د اعتیاد د تورو ورځو په مهال د ټولو هغو تېروتنو مسولیت منم- چې د سیاسي لوبې له کبله یې زه او زما کورنۍ په عام محضر کې رسوا او شرمنده کړو.»

ولسمشر بایډن په خپلې اعلامیې کې هیله کړې ده چې «امریکایان دا درک کړي چې یو پلار او ولسمشر ولې داسې پرېکړه» وکړه. هغه ویلي دي چې په خپل ژوند کې یې دا اصول مراعتوه، چې «د امریکا خلکو ته به رښتیا وایاست. زه په عدلي سیستم باور لرم،» خو له دغې قضیې سره چې مخامخ شو، «ناسمو سیاستونو په دې پروسې باندې اغیز وکړ او ناسم عدالت ته یې لاره» برابره کړه.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په دې پرېکړې انتقاد کړی او هغه یې «ناوړه ګټه اخیستل او له عدالت څخه سرغړونه» بللی.

ټرمپ د خپل لومړي دور په وروستیو کې د خپل زوم جارید کوشنر پلار چارلس کوشنر وبخښه. همدغه راز یې خپل د ملي امنیت پخوانی مشاور مایکل فلاین، د خپل کمپاین پخوانی مدیر پاول مانافورټ او د تګلارې د برخې مشر سټیف بانن او د کمپاین یو همکار جورج پاپادوپولوس وبخښل.

د دغه راپور معلومات د اسوشیتډ پرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.