بایډن: د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند تړون یو "ښه خبر" وباله

د ولسمشر بایډن په وینا، دا تړون د سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره یوه مهمه هڅه ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ، نومبر ۲۶ (لیندۍ ۶مه) د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ د اوربند موافقه چې د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب ترسره شوی، "ښه خبر" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دا تړون به د غزې د سولې لپاره هم زمینه برابره کړي.

تمه کېږي دا تړون د چهارشنبې په ورځ، په ځایي وخت د سهار ۴ بجې عملي شي.

په ورته وخت کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر هم اعلان کړی، چې د دې هېواد امنیتي کابینې یاد تړون تصویب کړی دی.

بایډن د سپینې ماڼۍ څخه په خپله وینا کې وویل:"زه له منځني ختیځه یو ښه خبر لرم. ما له اسرائیلي او لبناني صدراعظمانو سره خبرې وکړې او خوشحاله یم چې اعلانوم؛ دواړه حکومتونه د امریکا د وړاندیز پر سر، چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ دا ویجاړونکی جګړه پای ته رسوي، سلا شوي دي."

د ولسمشر بایډن په وینا، دا تړون د سیمې لپاره د سولې او ثبات لپاره یوه مهمه هڅه ده.

بایډن همدارنګه د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون څخه د دې تړون د ترلاسه کېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند تړون د ولسمشر جو بایډن لپاره، چې د خپلې څلور کلنی دورې پای ته رسېدو او د جنورۍ په ۲۰مه منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د جمهوري ریاست د څوکې د سپارلو لپاره چمتو کېږي، یوه کمساري لاسته راوړنه ګڼل کېږي، ځکه چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل کابینه کې د اسرائیل ځینې سرسخت پلویان ټاکلي دي.

ولسمشر بایډن دغه تړون د اسرائیل او د ایران له ملاتړ برخمنې حزب‌الله ډلې ترمنځ د "دښمنیو د دایمي ختمیدو" لپاره یوه مهمه هڅه وبلله. هغه وویل: "د تړون له مخې به د لبنان پوځ د سرحدي سیمو کنټرول په لاس کې اخلي او حزب‌الله او نورو ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې د اسرائیل امنیت بیا وګواښي."

بایډن څرګنده کړه چې متحده ایالات او فرانسه به د دې تړون د بشپړ عملي کېدو څارنه وکړي. هغه زیاته کړه: "په سیمه کې به هیڅ امریکایي پوځیان نه ځای پرځای کېږي. "

هغه وویل، چې دغه تړون به د لبنان لپاره "یوه نوې پیلامه" وګرځي او ښایي د منځني ختیځ په کړکېچنه سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي.

بایډن همدارنګه څرګنده کړه، چې متحده ایالات به په ګډه له ترکیې، مصر، قطر او اسرائیل سره په راتلونکو ورځو کې د غزې د اوربند لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړه، په غزه کې جګړه، چې د حماس د اکتوبر په ۷مه د خونړي برید وروسته پیل شوې، د سیمې امنیت ته ستر ګواښ دی او موږ به د اوربند د ټینګښت لپاره ټول امکانات وکاروو.

بایډن همدارنګه څرګنده کړه چې واشنګټن به د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د اوږدمهاله تړون د ترلاسه کولو هڅې هم په چټکۍ سره پر مخ یوسي، چې موخه یې په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات رامنځته کول دي.

له هغې راهیسې چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه حماس په اسرائیل بریدونه وکړل، له هغه وخته د حزب‌الله د جنګیالیو او اسرائیل ترمنځ هره ورځ نښتې کېږي. همدارنګه د سپتمبر له میاشتې راهېسې د دواړو لورو ترمنځ مخامخ جګړه پیل شوی او اسرائیل خپل پلي ځواکونه هم لبنان ته داخل کړي‌ دي.

په لبنان کې چارواکي‌ وايي د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي، او څه باندې یو میلیون نور لبنانیان بې ځایه شوي دي.