امریکايي ځواکونو ته د بایډن لارښوونه: په اسرائيل د ایران توغول شوي میزایل نسکور کړئ

ولسمشر جوبایډن امریکايی ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې د اسرائيل په دفاع کې مرسته وکړي

له ایران څخه په اسرائيل باندې د سلګونو میزایلو له توغولو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن امریکايي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې دا توغندي نسکور یې کړي.

د اسرائیل پوځي مقامات وايي چې تقریباً ۲۰۰ میزایل له ایران څخه د اسرائیل په لور توغول شوي، خو د اسرائیل رسنۍ وایي چې له ایران څخه ۴۰۰ توغندي توغول شوي.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ولسمشر بایډن او مرستیاله یې کاملا هریس، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده ده، په اسرائیل د ایران له بریدونو وروسته په سپینې ماڼۍ کې د "وضعیت خونې" ته تللي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي، چې "جوبایډن امریکايي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د ایران د بریدونو په وړاندې د اسرائیل د دفاعي ځواکونو مرسته وکړي او هغه میزایلونه چې اسرائیل په نښه کوي" ، نسکور کړي.

د ایران د توغندیو د برید له خبر وروسته د بیت المقدس په ګډون د اسرائیل په اکثرو برخو کې د خطر زنګونه وهل شوي او ولسي اسرائیلیانو پناه ځایونو ته پناه وړې ده.

د اسرائيل په هوايي بریدونو کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او د ایران د سپاه پاسدران د یو قومندان عباس نیلفروشان له وژنې وروسته د ایران سپاه پاسدران ګواښ کړی و چې دا بریدونه به بې ځواب پاتې نه شي.

د ایران سپاه پاسداران وايي چې دغه میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائيل توغولي دي.

اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شول.

اسرائیل وايي چې د ایران دا بریدونه به جدي عواقب ولري، خو د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې که اسرائيل غچ واخلي، دوی به بیا هم په اسرائیل بریدونه وکړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په منځني ختیځ کې روانې شخړې غندلې او په یوې اعلامیې کې یې دا حالت "شخړه په شخړې پسې" بللی دی. ګوتېرش ویلي دي: "دا وضعیت باید ودرول شي. په مطلق ډول اوربند ته اړتیا لرو."