په پښتونخوا کې د ښځو نهضت او د ملي عوامي ګوند پخوانۍ مشره بیګم نسیم ولي خان د ۸۵ کلونو په عمر وفات شوه.
بیګم نسیم ولي خان د خان عبدالغفار خان نږور او د هغه د زوی عبدالولي خان مېرمن وه.
نوموړې په ۱۹۳۳ کال کې زېږېدلې وه او په پښتونخوا کې له مخکښو ښځینو مبارزینو څخه وه.
بیګم نسیم ولي خان د څه وخت لپاره د عوامي ملي ګوند مشره هم پاتې شوې وه او په پښتونخوا کې له مخکښو ښځینه مبارزینو څخه بلل کیږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بیګم نسیم ولي خان د مړینې په اړه خواشیني ښودلې او د هغې کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت ویلی دی.
ولسمشر غني نن یکشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یاد خبر په اورېدو غمجن شوی دی: "دروند اسفنديار ولي خان، د هغه کورنۍ او فکري ملګرو ته یې د ځان، دولت او ټولو افغانانو په استازولۍ د دغه لوی غم تسليت وایم او مرحومې ته د الله تعالی په دربار کې د مغفرت او فردوس جنت دعا کوم."
ګڼو نورو سیاستوالو هم د بیګم نسیم ولي خان د مړینې په اړه خواشیني ښودلې ده.