بنګله دېش کې د روهنګیایانو کمپ کې اور لګېدلې، ۱۵ کسان مړه شوي 

د برما د پوځ له عملیاتو وروسته د روهنګیا مسلمانان مجبور شول چې بنګله دېش ته وتښتي

په بنګله دېش کې چارواکي‌ وايي د روهنګیایي کډوالو په کمپ‌ کې د اور د لګېدو په اړه تحقیقات کوي.

د اور لګېدو په دغې لویې پېښې کې ۱۵ رهنګیايي کډوال مړه شوي او څه د پاسه ۴۰۰ تنه بې درکه دي او لسګونه زره نور له کمپ څخه تښتېدلي دي.

چارواکي‌ له خاورو خځلو څخه د پېښې قربانیان راوباسي.

د پولیسو یو مشر ذاکر حسین خان وویل چې نن سه شنبه مارچ ۲۳ (وري ۳) درې نور مړي له خاورو راوویستل او دومره سوځېدلي وو چې نه پېژندل کېدل.

نوموړي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په پېښه کې درې ماشومان هم مړه شوي او د اور د لګېدو علت لا معلوم نه دی.
په بنګله دېش کې د سره صلیب او هلا احمر د پلاوي مشر سنجي کفلی وايي چې په دغې پېښې کې څه باندې ۱۷۰۰۰ سرپناوې سوځېدلي دي ‌او لسګونه زره خلک بې سرپناه شوي‌دي.

اور د «کاکس بازار» په کمپ کې لګېدلی دی او د کمپ څلورو برخو ته ژر خپور شوی دی.

د کډوالو د نړیوالې ټولنې بشري څانګه وايي‌ چې شاوخوا ۵۰زره خلک د دغه اور له کبله بې ځایه شوي دي.

یو شمېر کډوال د اور له لګېدو وروسته په تېښته کې د کمپ له چارچاپېره اغزنو سیمو کې نښتي‌او ژوبل شوي دی.

په دغه کمپ کې شاوخوا یو میلیون روهنګیايي مسلمانان اوسیږي. په اور کې د کډوالو مالونه او شتمنۍ هم لولپه شوي او ډېرو ته هېڅ هم نه دي ورپاتې.

دا کډوال د برما د پوځ‌ له عملیاتو وروسته بنګله دېش ته کډوال شول. د برما پوځ وايي دوی د ترهګرو پر ضد عملیات کوي، خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دا عملیات د روهنګیا نسله وژنه بولي.

په دغو عملیاتو کې ګڼ روهنګیایان وژل شوي، ژوبل شوي او له خپلو کورونو او سیمو تښتېدلو ته اړ ویستل شوي دي.