بنګله دېش کې د اور لګېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي

چارواکي وایي د پېښې علت لا معلوم نه دی او د ژغورنې عملیات روان دي

په بنګله دېش کې چارواکي وایي د خوراکي موادو او مشروباتو په یوې کارخانې کې د اور لګیدو له کبله شاوخوا ۵۲ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي‌ ‌دي.

دا پېښه نن جمعه جولای نهه (چنګاښ۱۸) د مرکز ډهاکې د باندې شوې ده.

د اطفايي یو چارواکي رسل شیکدر وویل چې اور په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ کې د «هاشم د خوراکي موادو او مشروباتو» په کارخانې کې لګېدلی دی.

د بنګله دېش د اطفايي د برخې مرستیال دیباسېش باردان وايي چې د ژغورنې عملیات روان دي خو څلورم او پنځم پوړونه لا پاک شوي‌او لیدل شوي‌نه دي.

په دغې فابریکې کې جوس، خوراکي مواد او نور مشروبات تولیدیږي. ښاغلي‌ باردان وویل چې د فابریکې لویه دروازه بنده شوې ده.

د اور علت لا معلوم نه دی او دا هم معلومه نه ده چې د اور لګېدو په وخت کې څومره کسان په کارخانې کې دننه وو او څومره کسان ورک دي.

په بنګله دېش کې د اور لګېدو پېښې کله ناکله کیږي او لوی علت یې محافظتي نیمګړتیاوې بلل کیږي.

د ۲۰۱۹ د فبرورۍ په میاشت کې په مرکز ‌ډهاکه کې د ارو لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶۷ مړه شول. په ۲۰۱۲ کې په یوې بلې ودانۍ کې د اورلګېدو له کبله ۱۲۳ تنه مړه شوي‌وو.

په ۲۰۱۳ کې په یوې حکومتې کارخانې کې د اورلګېدو له کبله ۱۱۰۰ تنه مړه شول، حکومت له دغې پېښې وروسته سخت حفاظتي محدودیتونه ولګول.