د بنګلهدیش پوځ د شنبې په ورځ وروسته له هغې د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کې د ګزمو وهل پیل کړي دي چې پولیسو د ګرځېدو له بندیز څخه پر سرغړوونکو لاریون کوونکو باندې ډزې وکړې او ګډوډي رامنځ ته شوه.
د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ جولای ۲۰(چنګاښ۳۰) راپور ورکړی چې په بنګلهدیش کې د پولیسو او روغتونونو د معلوماتو په اساس د روانې اونۍ په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي دي، چې دا په واک کې له ۱۵ کالونو وروسته د بنګلهدیش د صدراعظمې شیخ حسینې "استبدادي حکومت" له ننګونو سره مخامخ کولی شي.
په بنګلهدیش کې د حکومت له خوا وروسته له هغې نیمه شپه پر ګرځېدو بندیز ولګول شو چې پولیس د پراخې ګډوډۍ په مخنیوي بریالي نشول او د صدراعظمې دفتر له پوځ څخه وغوښتل چې په ښارونو کې سرتیري ځای په ځای کړي.
د پوځ ویاند شهادت حسین د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "د قانون او نظم د کنټرول لپاره په ټول هېواد کې ځواکونه ځای په ځای شوي دي".
د ۲۴ په نوم یوې خصوصي رسنۍ راپور ورکړی چې د حکومت له خوا په ګرځېدو لګول شوی بندیز به لږ تر لږه په ځايي وخت تر ۱۰ بجو دوام وکړي.
سهار وختي د پایتخت ډهاکه سرکونه تقریباً خالي و او پوځیانو په دغه شل میلیوني ښار کې ګزمې وهلې.
خو د ورځې ناوخته زرګونه کسان د پلازمینې په ګاونډ رامپوره کې سرکونو ته راووتل چې د پولیسو له خوا ورباندې مخامخ ډزې وشوې او یو کس په کې ټپي شو.
د نظرالاسلام په نوم یو لاریون کوونکي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "په هېواد کې انارشي روانه ده… دوی په خلکو باندې لکه د مرغیو ډزې کوي".
روغتونونو له پنجشنبې ورځې راهیسې په ډزو د وژل شویو کسانو په شمیر کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د پولیسو ویاند فاروق حسین د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د جمعې په ورځ سلګونه زره کسان له پولیسو سره ښکېل شول او "لږ تر لږه د پولیسو ۱۵۰ افسران په روغتون کې بستري شول او ۱۵۰ نورو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شول".
د هغه په وینا دوه پولیسان په دې پېښه کې وژل شوي دي "اعتراضکوونکو د پولیسو څو غرفې وسوځولې… څو حکومتي دفترونه وسوځول شول او ویجاړ شول."
د تبعیض په وړاندې د مبارزې زدهکوونکو د ډلې ویاند چې دغه لاریونونه یې تنظیم کړي دي وايي د دغې ډلې دوه مشران د جمعې ورځې راهیسې د پولیسو له خوا نیول شوي او بندیان دي.
د بنګلهدیش د اپوزیسیون مليپاله ګوند (ABP) ویاند سایرالاسلام خان د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې پولیسو د شنبې په ورځ د هغوی یو مشر ونیوه.
ټاکل شوې وه چې د بنګلهدیش صدراعظمه حسینه شیخ د یو پلان شوي دیپلوماتیک سفر په ترڅ کې اسپانیا او برازیل ته لاړه شي خو په دغه هېواد کې د وروستیو ګډوډیو له امله یې خپل سفر وځندوه.
په بنګلهدیش کې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري او اعتراضکوونکي له چارواکو څخه غواړي ترڅو د پخوانیو پوځیانو چې ۱۹۷۱ کې د پاکستان ضد د خپلواکې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه د کورنۍ د غړو په ګډون د خاصو ډلو لپاره د ملکي خدماتو د څه دپاڅه ۵۰ سلنه بستونو د ځانګړي کولو سیستم له منځه یوسي.
منتقدین وایي چې دغه سیستم تر ډيره بریده د حکومت پلوه ډلو په ګټه دی چې له ۷۶ کلنې حسینې څخه ملاتړ کوي. شیخ حسینه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بنګلهدیش د صدراعظمې په توګه په واک کې ده او د روان عیسوي کال په جنوري کې "له ریښتیني مخالفت پرته" د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ټاکنې وګټلې.
د بشري حقونو د دفاع ډلې د حسینې حکومت له دولتي بنسټونو څخه په ناوړې استفادې تورنوي او وايي هغه له دې لارې د حکومت مخالفین ځپي او خپله واکمني پیاوړي کوي. د دوی په وینا په غیرقانوني توګه د فعالانو وژل د حکومت د مخالفینو د ځپلو په اقداماتو کې شامل دي.
اعتراضکوونکو شاوخوا یوه میاشت مخکې د یو فعال له وژل کېدو وروسته لاریونونه پیل کړل او له واک څخه د حسینې د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه.
یو شمیر لاریون کوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې اوس د دوی لاریونونه یوازې د محصلینو د حقونو لپاره نه بلکې د ټول ولس لپاره دي او د حکومت تر استعفا پورې به دوام وکړي