بدخشان کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله اته تنه مړه شوي

په افغانستان کې ترافيکي پېښې معمولاً د خرابو لارو، د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د ترافيکي مقرراتو د نه مراعتولو له امله رامنځته کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان ولايت په شغنان ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ، مارچ ۲۲ (وري دریمه) وویل، چې په دې پېښه کې، یو فلانکوچ ډوله مسافر وړونکی موټر له لارې څخه اوښتی او په دره کې لوېدلی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع وويل: " يو فلانکوچ ډوله موټر چې له شغنان ولسوالۍ څخه يې د مرکز فيض اباد پر لور مسافر لېږدول، د دې ولسوالۍ د درمارخت په سيمه کې د چلوونکي له کنټروله ووتله، چې د لومړنيو څېړنو له مخې اته تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي."

دغه وزارت ویلي چې ټپيان سیمه ییز روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

دغه پيښه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې د طالبانو حکومت د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره له ټرانسپورټي شرکتونو غوښتي چې مسلکي موټر چلوونکي وګماري.

همدارنګه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له موټر چلوونکو غوښتي چې د مسافرو د خوندیتوب لپاره ترافیکي اصول او قواعد مراعات کړي.

بلخوا، تېره اوونۍ د کندهار- هرات پر لويه لاره د يوه مسافر وړونکي بس، د تېلو د ټانکر او موټرسايکل د ټکر له امله ٢١ کسان وژل شوي وو.

د هلمند ولايت د ترافيکو مديريت چارواکي د یادې پيښې په اړه وویل، چې له هرات ولايت څخه کابل ته روان يو مسافر وړونکى بس، لومړى له يوه موټرسايکل سره ټکر شو چې له امله يې پر موټر سايکل سپاره دوه تنه مړه شول. وروسته د بس چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړ او د تیلو له ټانکر سره چې له مقابل لوري روان و، ټکر وکړ.

په وروستیو کلنو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو وروسته خلکو ته زیات ځاني تلفات په ترافیکي پيښو کې رسیدلي دي. په لویو لارو د اکثره ترافیکي پیښو علت د ډرایورانو بې احتیاطي او د لارو د خرابوالی ښودل کیږي.