اذربایجان د ایران سفارت څلورو مامورانو ته ویلي له دغه هېواد څخه ووځي

تصویر: ارشیف

د تهران او باکو ترمنځ د مخ په خرابېدونکو اړیکو په ترڅ کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) اعلان وکړ چې د ایران د سفارت څلور کارکوونکي یې شړلي دي.

اذربایجان د ترکیې، چې ایران ورسره ښه روابط نلري، نژدې متحد دی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ایران سفیر یې احضار کړی او ورته یې ویلي دي‌ چې د سفارت څلور کارکوونکیو ته یې، چې نا بللي ګڼل شوي، ۴۸ ساعته وخت دی چې له دغه هېواد څخه ووځي.

اعلامیه وايي: «په غونډې کې د ایران سفیر ته د هغه د هېواد د وروستیو پاروونکو اقداماتو له کبله قوي نارضایتي څرګنده کړل شوه.»

د پنجشنبې په سهار اذربایجان شپږ کسان ونیول او وايي چې دغو کسانو د ایران له استخباراتو سره اړیکې لرلې او په اذربایجان کې یې د کودتا پلان لره. وزارت وايي دغو کسانو پلان لره چې «د وسله والې نا ارامۍ او تاوتریخوالي له لارې د اذربایجان اساسي نظم ګډوډ» کړي. فرانس پرس اژانس وايي دا ادعا، چې د تهران او باکو اړیکې یې لا کړکېچنې کړې، تائیدولای نشي.

دا مطلب هم ولولئ

تهران کې د آذربایجان پر سفارت وسله وال برید؛ یو تن وژل شوی، دوه ټپیان دي 

د جنورۍ په میاشت کې اذربایجان په ایران کې د خپل سفارت کارونه بند کړل. دا اقدام یې له یو برید څخه، چې باکو یې د تهران د استخباراتي ادارې کار بولي، ځو ورځې ورسته وکړ.

اذربایجان په ایران باندې کلک انتقاد او ادعا کوي چې ولې له ارمینیا سره یې د ناګورنو-قره باغ د لانجمنې سیمې د مالیک په شخړې کې، د ارمینیا ننګه کوي.

ایران، چې د میلیونونو اذربایجاني نژاده ترکي ژبې ویونکو کور هم دی، اذربایجان تورنوي چې په خپلې خاورې کې بیلتون غوښتونکي احساسات پاروي.

اسرائیل باکو ته د وسلو لوی تمویلوونکی بلل کېږي او ایران دا ویره هم لري چې ممکن اسرائیل په ایران باندې د برید لپاره د اذربایجان له خاورې څخه استفاده وکړي.