د طالبانو د مشر فرمان: د جماعت لمانځه ترک کوونکو ته دې سزا ورکړل شي

عکس: ارشیف - د جماعت لمونځ

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده، د یو فرمان په صادرولو سره ددې ډلې د حکومت کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې لمونځ په جماعت وکړي او د هغه په وینا، د لمونځ ترک کوونکو ته باید سزا ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‎الله مجاهد، د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمري ۱۸) د ملا هبت‌الله فرمان چې ډیره برخه یې د لمانځه د سم ادا کولو د تربیت په اړه ده، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور کړی دی.

ددې فرمان په یوه برخه کې راغلي: "له جماعت سره د لمانځه اقامه کول شرعاً واجب دي او جماعت تارک د تعزیر مستوجب دی. د وزارتونو او امارتي ادارو [د طالبانو د حکومت] منسوبین او مسئولین شرعاً مکلف دي، چې په خپل لمانځه پابند وي او په ټاکل شویو وختونو کې لمونځ له جماعت سره اقامه کړي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته د طالبانو ډلې چې د اسلام څخه سخت دریځه تفسیر لري، پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو باندې زیات شمیر محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د مشر د فرمان له مخې، افغانې ښځې او نجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرمې شوي او له څو ادارو پرته ښځې په دولتي ادارو او غیر دولتي سازمانونو کې د کار کولو اجازه نلري. طالبانو همداشان افغان میرمنې پارکونو او تفریڅ ځایونو، ورزشي کلپونو، عمومي حمامونو او سینګارتونونو ته له تللو منع کړي دي.

د طالبانو د مشر پدې تازه فرمان کې راغلي، "که امارتي منسوب او یا مسول له موجه عذر پرته لمونځ په جماعت سره ادا نکړي، د وزارت یا اړوندې ادارې د دعوت او ارشاد مسولین دې، په لومړي ګام کې نوموړي ته توصیه او د تکرار په صورت کې هغه د وزارت یا اړوندې ادارې مسول ته وروپیژني." په فرمان کې راغلي چې د وزارت یا ادارې مسول موظف دی، د جماعت د لمانځه تارک له حنفي فقهې سره سم په مناسب شکل تعزیر کړي.

خو د ملا هبت‌الله په فرمان کې نده مشخصه شوې چې د هغه مامور سزا به څه وي چې د جماعت لمانځه ته نه حاضریږي. د طالبانو د حکومت ویاند هم تر اوسه پدې هکله وضاحت ندی ورکړی.
طالبانو د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ کالونو ترمنځ په خپله لومړنۍ دوره واکمنۍ کې په جماعت لمونځ کول جبري کړي وو او حتا هغو کسانو ته چې د لمانځه پر وخت په ښار کې ګرڅیدل د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف د ادارې د کارکوونکو له لورې وهل ټکول کیدل او په زور جومات ته بیول کیدل.

د طالبانو د مشر له فرمان څخه یوه ورځ دمخه د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مذاهبو ازادي «مخ په ځوړ» او کمېدو ده.

د نړۍ د مذاهبو د ازادۍ په اړه د متحدو ایالتونو د کمېسیون پدې راپور کې راغلي چې سخت دریځو طالب واکمنانو نور دیني عالمان غلي کړي، مذهبي اقلیتونه یې د مذهبي مراسمو له لمانځلو منع کړي او د افغان ښځو او نجونو په ازاد تګ راتګ او تعلیم باندې یې بندیزونه جاري ساتلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د بدني مجازاتو او اعدامونو لړۍ بیا پیل شوې، چې په عام محضر کې «اعدام کول، په درو وهل، سنګسار کول، ډبول، سپکول – لکه په زور د سرونو خرییل – په کې شامل دي.