د مراکش په زلزلې کې څه باندې۲۰۰۰ تنه مړه شوي

په مراکش کې په سیمه ایز وخت جمعه سپټمبر ۸ (وږي ۱۷) د شپې ناوخته په زلزلې کې چې شدت یې ۶.۸ درجې ښودل شوی د څه باندې ۲۰۰۰ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړل شوی.

چارواکو همدرانګه ویلي چې په زلزلې کې څه باندې ۱۸۰۰ کسان ټپي شوي هم دي چې د ډیرو وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.

سمیه ایزو مطبوعاتو ویلي چې په زلزلې کې ګڼ شمیر ودانې ړنګې شوي خو پخپله حکومت تر اوسه د مړو شویو او زخمي شویو کسانو دقیق ارقام ندي خپاره کړي.

د متحده ایالاتو د جیولوژیکې سروې ادارې د معلوماتو له مخې زلزله تقریباً ۱۸.۵ کیلو مټره ژوروه وه او مرکز یې د مراکش ښار څخه ۷۱ کیلو مټره لیرې جنوب لویدیځ خوا کې و.

عیني شاهدانو ویلي چې د زلزلې له کبله د لنډې مودې لپاره د برښنا او ټیلفون خدمات هم بند شوي و.

د مراکش په ښآر کې یو سیمه ایز روغتون کې مسؤلینو ویلي چې د زلزلې له کبله ګڼ شمیر ټپي شوي کسان ور وړل شوي خو دا یې ندي ویلي چې څومره کسان د دوي سره بستر شوي.

په مراکش کې مطبوعاتو ويلي چې د دې هیواد په تاریخ کې دومره قوي زلزله ننه وه شوې. د زلزلې ټکانونه په ګاونډي هیواد الجزایر کې هم احساس شویدي خو چارواکو هلته ویلي چې چا ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.

پدې هیواد کې په ۲۰۰۴ کال کې هم یوه زلزله شوې وه چې ۶۲۸ کسان پکې مړه او ۹۲۶ نور ژوبل شوي و.

دا زلزله د مراکش په شمال ختیځ کې شوې وه.