په پاکستان کې چارواکو پنجشنبې نومبر ۲۱ (لیندۍ اوله) وویل چې وسله والو د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د اهل تشیع د سپرلۍ په موټرونو بریدونه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
د سیمې حکومتي چارواکو وړاندې د مړو شمېر ۳۸ ښودلی و. یو چارواکي، جاوید الله محسود فرانس پرس ته وویل: "په کورمه کې د ترهګرو له خوا د شیعه وګړو دوه جلا کاروانونه په نښه شول. په دواړو بریدونو کې د مړو شمېر اوس ۳۸ ته رسېدلی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي."
محسود وویل چې د پیښې په قربانیانو کې ښپږ ښځې، څو ماشومان او پولیس شامل دي. هغه زیاته کړه: "په دواړو پېښو کې شاوخوا لس برید کوونکي ښکېل وو، چې د سړک له دواړو غاړو یې بې توپیره ډزې کولې."
د پولیسو یو افسر د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د وروستیو شمېرو پخلی وکړ. هغه فرانس پرس ته وویل: "په دواړه کاروانونو کې شاوخوا ۴۰ موټرونه وو چې د پولیسو تر څار لاندې یې سفر کاوه."
د خیبر پښتونخوا ایالتي مرستیال ندیم اسلم چودري وویل چې د مړو د شمېر د زیاتېدو وېره شته.
دا په کورمه کې د فرقهيي تشدد وروستۍ پېښه ده. افغانستان ته څېرمه په دغه سیمه کې د شیعه او سني اوسېدونکو ترمنځ له ډیر وخت راهیسې خونړۍ فرقه يي شخړې پیښیږي. مسئولینو د نومبر په پیل کې ویلي وو چې د دواړو خواوو ترمنځ په شخړو کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
دا مطلب هم ولولئ د خيبر پښتونخوا په کورمه کې کړکېچ ولې پای نه مومي؟په کورمه کې د پاړه چینار قبایل له شیعه مذهب سره او د کوزې او برې او منځنۍ کورمې خلک بيا له سني مذهب سره تړاو لري. د دغو ډلو ترمنخ وخت په وخت د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي.
د دې سیمې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پرضد ویناګانې هم وخت په وخت د وسلوالو نښتو لامل شوي دي. چې له کبله یې د سیمې سړکونه تړل کیږي او د عامو خلکو د ژوند اړین توکي پر وخت نه رسیږي.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي.