هند کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لسګونه کسان مړه او ناروغ شوي

په هند کې په محلي کچه د تولېد کېدونکو شرابو د څښلو له کبله د مړینې پېښې عامې دي.

د هند په ختیځ بهار ایالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي او ګڼ نور روغتون ته وړل شوي دي.

یو چارواکي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو د اجازې د نه لرلو له کبله یې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې ښايي د مړو شمېر زيات شي.

د بهار پولیسو د ککړو شرابو په خرڅلاو کې د لاس لرلو په تور ۲۲ کسان نیولي دي. په دغه ایالت کې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د شرابو په خرڅلاو او پیرودلو بندیز لګول شوی دی.

په هند کې په محلي کچه تولېد کېدونکو شرابو ته ځايي خلک "هوچ" یا "وطني شراب" وايي او ددغو شرابو د څښلو له کبله په هغو خلکو کې د مړینې پېښې عامې دي چې د اصلي برانډونو د شرابو د پېرلو توان نلري.

په هند کې د اسیا خبري اژانس (اې این ای) له یوې هندۍ مېرمنې سره خبرې کړي چې یوازینی زوی یې د ککړو شرابو د څښلو له کبله مړ شوی دی.

هغې وویل: "هغه کانګې پیل کړې او د سترګو لید یې له لاسه ورکړ... ښځه او او یو زوی ورڅخه پاتې دي. موږ نه پوهیږو چې څه وکړو."

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس معلومات کارول شوي دي.