په چین کې چارواکي وایي د دې هیواد په ختیځ کې جمعه فبروري ۲۳ (کب ۴) د اور لګیدو په پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او نږدې ۵۰ نور ژوبل شویدي.
چارواکو په خبري کنفرانس کې وویل چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې اور د شپې ناوخته د یوې ودانۍ په لومړي پوړ کې ولګید چې برقي بایسکیلونه پکې ځای پر ځای شوي و.
چارواکو ویلي چې اور په سیمه ایز وخت د سهار په ۶ بجو قابو شو خو د ژغورنې او لټون عملیات د ماسپښین تر دوو بجو روان و.
پیښه د نانجینګ په ښار کې شوې چې د شانګهای د ښار څخه تقریباً ۲۶۰ کیلو مټره شمال ختیځ خوا ته پروت دی او څه باندې ۸ ملیونه وګړي پکې ژوند کوي.
ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي پکې ښودل کیږي چې د یوې لوړې ودانۍ څخه په نیمه شپي لوګي پورته کیږي.
په نورو ویډیوګانو کې بیا لیدل کیږي چې د ودانۍ څو پوړونو څخه لمبې پورته کیږي او د عاجلو خدماتو موټر هم د ودانۍ په شاوخوا کې لیدل کیږي.
مسؤلینو ویلي چې په اور کې ۴۴ کسان ټپي شوي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي. په روغتون کې ډاکټرانو ویلي چې یو ټپي شوي کس ښه کاري ژوبل شوی او یو بل بیا ښه کاري سوځیدلی دی.
دا چې په چین کې د خوندیتوب معیارونه جدي نه نیول کیږي او ودانۍ هم قوي ندي، د اور لګیدو او نورې پیښې پکې ډیرې کیږي چې اکثریت وخت پکې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د همدې روان کال د جنوري په میاشت کې لسګونه کسان هغه وخت مړه شول چې د ژینیو په مرکزي ښار یوې مغازې کې اور ولګید.
د سینهیوا خبري اژانس په یو راپور کې ویلي و چې د ودانۍ په تهکاوۍ کې په غیر قانوني توګه پټاقۍ ځای پر ځای شوې او همدا د اور لګیدو سبب شو.