هر کال ١٣٠٠ هالنډۍ نجونې د جنسي کاروبار ښکار کیږي

د بشري قاچاق په اړه یو تازه خپور شوی رپوټ وایي، هر کال په هالنډ کې لږ تر لږه ١٣٢٠ ځوانې نجونې چې عمرونه یې د ١٢ او ١٧ کالو ترمنځ وي د جنسي ناوړه استفادې ښکار کیږي.

د هالند د بشري قاچاق او د کوچنیانو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ضد ملي ادارې رپوټ ورکوونکې کورین ډیتمایر ویلي چې دا نجونې د هغو ښځو نژدې نیمایي برخه دي چې د هالنډ د جنسي کاروباور لپاره گمارل کیږي.

میرمن ډیتمایر وایي دغه رپوټ د لومړي ځل لپاره د هالنډ د بشري قاچاق په اړه باوري شمیرې په ډاگه کوي او لومړی ځل دی چې په اروپا کې دا ډول رپوټ خپریږي، خو په اړه اړه اندېښنه ښودل شوې چې ولې د دا ډول پېښو په اړه کم راپور ورکول کیږي.

د ملگرو ملتونو د مخدره توکیو سره د مبارزې دفتر چې په دې رپوټ کې یې همکاري کړې نور هیوادونه هم دې ته هڅوي چې داسې شمیرې خپرې کړې، تر څو ددې ډول جرمونو د مخنیوي لپاره اقدام وشي.

میرمن ډیتمایر وایي، په هالنډ کې د بشري قاچاق د قربانیانو شمیر د هغه څه نه چې رپوټ شوي پنځه ځلې زیات دی او په کال کې شاوخوا ٦٢٥٠ پیښو ته رسیږي. د هغې په وینا ددې ډول پیښو زیات شمیر قربانیان د مقاماتو او د ملاتړو ټولنو له پامه لرې پاته کیږي.

اروپایي کمیسیون په هغه رپوټ کې چې په ٢٠١٥ کې چاپ شوی ویلي چې د اروپایي ټولنې په ټولو غړو هیوادونو کې په مجموعي ډول د ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٢ پورې څه دپاسه ٣٠٠٠٠ نجونې د جنسي ناوړه استفادې په مقصد د بشري قاچاق ښکار شوي دي چې شاوخوا ١٠٠٠ تنه یې کم عمره نجونې وې.

میرمن ډیتمایر ویلي، دا هم څرگنده شوې چې د مرکزي او ختیځې اروپا زیات شمیر ښځې په زوره جنسي کاروبار ته سوق شوي دي، خو د هالنډي کم عمره نجونو شمیره حیرانونکې ده.