نږدې سل زره افغان مهاجرو پاکستان کې د اوسېدنې اسناد ترلاسه کړي

په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې بهیر د زمري د میاشتې په ۲۵ ورځ پیل شوی دی.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د زمري د میاشتې له ۲۵ مې، په پاکستان کې د اوسېدنې د قانوني اسنادو پرته د اوسېدونکو افغانانو د نوم لیکنې بهیر له پیل څخه د وږي تر ۲۵ پورې له ۹۷ زرو زیاتو افغانانو د اوسېدنې قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه موده کې ۲۵۵۵۹ کورنیو چې د وګړو شمیر یې ۹۷۳۶۵ تنو ته رسیږي په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد ترلاسه کړي دي چې د دغه شمېر نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو د موافقې له مخې پاکستان د هغو افغانانو د نوم لیکنې پرېکړه کړې چې په دغه هیواد کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنري د دغسې افغانانو شمېر شاوخوا پنځه سوه زره ښيي، خو د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د اټکل له مخې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته افغانانو شمېر تر اوو سوو زرو پورې رسیږي.

د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو د وزارت معینې میرمن عالمې، د دغو مهاجرو د نوم لیکنه ټولنیزو اسانتیاوو ته د هغوی د لاس رسي په برخه کې یو ښه قدم ګڼلی دی.

په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان مهاجرو نوم لیکنه د پاکستان د "نادرا" ادارې له خوا د افغان حکومت په مرسته ترسره کیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د "نادرا" له ادارې سره د مرستې لپاره د خپل وزارت ۲۵ کسیز ګروپ پاکستان ته استولی چې د نوم لیکنې په ۱۶ ګروپونو کې له دغې ادارې سره د افغانانو د هویت په پېژندلو کې مرسته کوي.

په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې لپاره شپږ میاشتې وخت په پام کې نیول شوی دی.