د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست وايي چې په روان لمریز کال کې په افغانستان کې ۵۰۰ کسان په ترافیکو پېښو کې وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو رئیس حسیب مختار د دغې ډلې تر ادارې لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د ۵۰۰ په شاوخوا کې موږ تلفات لرو او په همدې منوال باندې موږ زخمیان لرو."
د حسیب مختار په وینا په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږکال په ترافیکي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هغه وویل چې تېر کال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰۰ ترافیکي پېښې شوې وې چې په کې له ۱۵۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او په همدې شمېر نور زخمیان شوي و.
د طالبانو د حکومت د ترافیکو ریاست د معلوماتو په اساس په افغانستان زیاتره ترافیکي پېښې چې لوړ تلفات لري پر لویو لارو باندې رامنځ ته کېږي.
د حسیب مختار په وینا تر ټولو زیاتې ترافیکي پېښې د کابل - جلالاباد پر لویه لاره ثبت شوي دي "موږ شاوخوا درې میاشتې کېږي چې د کابل
-جلااباد پر لویه لاره باندې چې د حادثاتو له اړخه لوړ ګراف د تلفاتو درلوده هلته تشکیل اضافه کړی دی وسایط مو ورکړي دي شپه او ورځ مسولین هلته موجود دي ترڅو کنټرول او نظارت وکړي."
هغه وویل چې د کنټرول او نظارت د زیاتوالي په ترڅ کې پر دغې لویې لارې باندې د ترافیکو پېښو کچه راټیټه شوې ده.
په افغانستان کې د موټر چلولو په وخت بېپروايي، د ترافیکو د قانون او مقرراتو نه رعایتول او د سرکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.