د ارمنستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۵) وویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ګډو پوځي تمرینونو کوربه دی.
دا تمرینونه له روسیې سره د ژور کړکېچ په ترڅ کې له لویدیځ سره د ارمنستان د اړیکو د پراختیا وروستۍ نښه بلل شوې.
دا اعلان د قفقاز په سیمه کې بدلیدونکی جیو پولیټیکي وضعیت په ګوته کوي، چېرې چې د مسکو تاریخي متحد ارمنستان له لویدیځ سره د نږدې اړیکو په لټه کې دی او په دودیز ډول لویدیځ پلوه ګرجستان د روسیې سره د نږدې کیدو له تورونو سره مخامخ دی.
د ارمنستان د دفاع وزارت وویل، چې د متحدو ایالتونو د اردو د اروپا او افریقا د څانګې او د کنزاس ایالت ملي ګارد له سرتیرو سره ګډ تمرینونه د سه شنبې په ورځ په ارمنستان کې پیل شوي او ټاکل شوې چې د جولای تر ۲۴مې پورې دوام وکړي.
د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې د "ایګل پارټنر-۲۰۲۴" په نوم دا تمرینونه به "په سوله ساتونکو ماموریتونو کې د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ د ثبات په ټینګولو تمرکز وکړي".
وزارت ویلي: "د تمرینونو موخه په نړیوالو سوله ساتونکو ماموریتونو کې د برخه اخیستونکو قطعو د مداخلې وړتیا لوړول، د کنټرول او تاکتیکي اړیکو په برخه کې د غوره تمرینونو تبادله، او د ارمنستان د قطعې چمتووالی ښه کول دي."
ارمنستان، چې په خاوره کې یې د روسیې یوه دایمي پوځي اډه موجوده ده، د مسکو په مشرۍ په "ډله ایز امنیت تړون سازمان" کې خپل ګډون په بشپړه توګه بند کړی دی.
له روسیې سره د ارمنستان اړیکې وروسته له هغه خړې پړې شوې چې د مسکو سوله ساتونکي ځواکونه تېر کال د اذربایجان د ځواکونو لخوا د هغه مهال د ناګورنو قره باغ سیمې د بېرته نیولو په مخنیوي کې پاتې راغلل. ناګورنو قره باغ سیمه د درې لسیزو لپاره د ارمني بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې وه.
په پایله کې د ناګورنو قره باغ د غرنۍ سیمې ټول ارمني نفوس، شاوخوا ۱۰۰ زره کسان، ارمنستان ته وتښتېدل چې ډیری یې په هغه هېواد کې د اذربایجان له تیري څخه په داسې حال کې وېره لري چې د دواړو هیوادونو مشرانو ویلي چې د سولې یو تړون لاسلیک کېدو ته نږدې دی.
ارمنستان په تاریخي ډول له روسیې څخه د ساتنې غوښتنه کړې وه، خو د اذربایجان له بریا وروسته یې په زیاتیدونکي ډول د امریکا او اروپايي ټولنې ته مخه کړې ده.
په ارمنستان کې له امریکا سره ګډ پوځي تمرینونه وروسته له هغه په لاره اچول شوي چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وویل چې د ارمنستان په ګاونډ ګرجستان کې کلني ګډ تمرینونه به "تر نامعلوم وخت پورې وځنډوي."
دا ګام د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له هغه پریکړې وروسته پورته شوی چې ویلي یې وو چې د تبلیسي د پام وړ دیموکراتیک شاتګ او د لویدیځ ضد بیاناتو په اړه "د متحده ایالاتو او ګرجستان د دوه اړخیزو اړیکو پراخه بیاکتنه" کوي.